وسله والو په کندهار کې د یوناما کارکوونکې وژلې ده

یوناماتورپېکۍ سهار مهال د کندهار ښار په شاه بازار کې و نا پېژانده وسله والو په ‌ډزو ووژل شوه. نوموړې طبي کارکوونکې وه چې په یوه نظارتي برخه کې یې کار کاوه.

په افغانستان کې دیونما دفتر وايي، پېښه تر څېړنو لاندې ده او د یوناما ټول ټیم ددې بېرحمانه حملې له کبله د تورپېکۍ له سره غم شريکي کوي.

د پېښې په تړاو تراوسه هیڅوک ندي نیول شوي او نه هم د طالبانو په شمول کومې ډلې تردې مهاله د پېښې پړه پرغاړه اخستې ده.

افغان امنیتي مسوولین وايي، د برید کوونکو د پېژندنې او نیونې لټون یې پیل کړی دی.

په کندهار کې چې په تېرو شپږو کلونو کې د ترور لسګونه پېښې وشوې، له تېرو اتو میاشتو راهیسې امن و او په یاد ښار کې ورته پېښې نه وې رامنځ ته شوې.

د تورپېکۍ وژنې د ښار خلک او له بهرنیو موسساتو سره په دندو بوخت مامورین یوار بیا بوږنولي دي.

تبصره وليکئ