وسله وال یاغیان د میدان ښار سره پل ته راوتلي دي

وسله وال یاغیان د میدان ښار سره پل ته راوتلي دينن سهار شپږ بجې وسله والو یاغیانو د وردګو ولایت د مرکز اړوند په ځینو سیمو بریدونه پیل کړي او پرمیدان ښار یې هم اووه راکټونه راتوغولي دي.

له سیمې راپورونه وايي، د میدان ښار اړوند د سره پل په ساحه کې طالبان له افغان ځواکونو سره په جګړه لګیا دي‌ او یو راکټ د اطلاعات فرهنګ ریاست ته څېرمه لګیدلی خو مرګ ژوبله نلري.

میدان وردګ د کابل کندهار په لویه لاره کابل ته څېرمه موقعیت لري او هغه سیمه چې طالبان له افغان ځواکونو سره په جګړه لګیا دي، کابل ته د ولایت ترنورو سیمو نږدې ده.

سره پل سیمې ته چې د کابل کندهار د لارې پرسر ده، له نرخ، جلریز او دراني څخه لارې راغلې دي، طالبان په دغې تنګي کې دېره شوي، مسافروړونکي موټر یې درولي او په سیمه کې جګړه لاهم په شدت دوام لري.

په میدان وردګو ولایت کې طالبان تربل هرولایت ډیر او فعال دي، خو په وروستیو کې د ملي‌اردو د نویو کنډکونو له جوړېدو سره په ځینو ولسوالیو کې یاغیان په شا وتمبول شول.

بل خواته د نرخ ولسوالۍ کې له تیرو اتو کلونو راهیسې د طالبانو او پخواني حزب د وسله والو ترمنځ هرمهال جګړه وي خو په وروستیو کې طالبانو د حزب اړوند سیمو غلبه وکړه او ددوی ډېر کسان یې ووژل.

میدان وردګ د کابل دروازه ده او که وسله وال یاغیان یې ونه ځپل شي، ښايي دا د کابل امنیت ته هم ستونزه جوړه کړي.

تبصره وليکئ