ولسمشر د پوهنې ترانې ملي ټیم غړیو سره کتلي

ولسمشر د پوهنې ترانې ملي ټیم غړیو سره کتلي

محور؛ چهارشنبه، د زمري میاشتې ۲۳ مه:

ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د هېواد د پوهنې ترانې ملي ټیم له غړیو سره ارګ کې کتلي دي.

ولسمشر هغوی سره کتنه کې ویلي، تاسې د افغانستان بهترین او بااستعداده افغانان یاست چې خپل زړه راښکونکی غږ، خلکو ته هدیه کوئ.

هغه زیاته کړې تاسې افغانستان ته د ازادۍ، خپلواکۍ، همدلۍ او هیواد د درې رنګه بیرغ د عزت پیغام راوړئ او د واحد افغانستان چې زموږ د ټولو شریک کور دی، استازیتوب کوئ.

جمهوررئیس یادو ماشومانو ته په خطاب کې ویلي، ارګ ستاسې او د افغانستان د خلکو دی چې په راتګ سره مو ارګ ته ویاړ وباښه.

جمهوررئیس دغه راز لارښوونه کړې چې د هیواد ملي سرود دې د پوهنې د ترانې ټیم په واسطه ثبت او د ارګ په ټولو محفلونو او برنامو کې نشر شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.