ولسمشر: د کابل ــ واشنګټن ترمنځ همغږي زیاته شوې ده

ولسمشر: د کابل ــ واشنګټن ترمنځ همغږي زیاته شوې ده

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني نن د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

 

له خلیلزاد سره د ولسمشر په نننۍ کتنه کې یوشمېر سیاستوالو او د سیاسي ګوندونو استازو، علماو، د مدني ټولنې غړو، ځوانانو، ښځو، د خصوصي سکتور استازو، په ملي شورا کې د خلکو استازو او ځینې دولتي لوړ پورو مقاماتو حضور درلود.

 

ولسمشر غني ډاکټر خلیلزاد ته ویلي، د سولې مشورتي لویې جرګې حکومت ته د لارې نقشه وړاندې کړې چې ګام په ګام عملي کېږي.

 

هغه همداراز زیاته کړې، د سولې خبرو په برخه کې د افغانستان حکومت او  د امریکا متحده ایالاتو همغږي زیاته شوې او په اساسي اودوامداره توګه متقابله اطلاع رسونه وجود لريِ.

 

ولسمشر غني هیله څرګنده کړې چې په نړیواله کچه هم د دایمي سولې، باثباته او امن افغانستان لپاره مثبته فضا رامنځ ته شوې. هغه زیاته کړې د افغانستان د سولې په اړه د افغانستان حکومت، امریکا متحدو ایالاتو او اروپایي ټولنې ترمنځ رغنده بحثونه دوام لري او المان هېواد به د مهم اسانچاري رول ولري.

 

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د ا فغانستان حکومت د سیمه ییزې اجماع رامنځته کېدو په موخه عملي پروګرامونه لري چې له تطبیق سره یې سیمه ییزه اجماع پیاوړې کېږي.

 

هغه زیاته کړه، د ټاکنو ترسره کېدل حتمي دی، ځکه له ټاکنو پرته د ولس اراده نه شي تمثیلېدلی.

زلمي خلیلزاد ویلي، د افغانستان سولې په اړه بین المللي اجماع رامنځته شوې، له همدې امله اړتیا ده چې د سیمې په کچه هم اجماع رامنځته شي. هغه زیاته کړه، د سولې پروسه همغږي او یووالي ته اړتیا لري.

 

ډاکټر خلیلزاد ویلي، اوس نوي پړاو ته دننه کېږو او د افغانستان په سوله کې د سیمې هېوادونو ونډه مهمه ده.

 

ډاکټر خلیلزاد وویل، د سیمې هېوادونو سره بحث شوی او هغوی ته ډاډ ورکړل شوی چې د افغانستان د سولې پروسه کې د هغوی د هېوادونو ونډه په پام کې نیول کېږي.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.