ولسمشر غني‌ وايي، کابل له څلور تر شپږو ښاروالانو ته اړتیا لري

ولسمشر غني‌ وايي، کابل له څلور تر شپږو ښاروالانو ته اړتیا لريافغان ولسمشر غني وايي د کابل لپاره یو ښاروال کافي ندی او اړتیا محسوسېږي چې ددغه ښار وضعیت او خدماتو ته د رسېدو په خاطر څلور تر پنځه ښاروالان وټاکل شي.

په کابل ښار کې اوس مهال تر پنځو میلیونو ډېر وګړي اوسېږي، د استوګنې له منظمې نقشې سربېره، د ترافیکو تراکم، د ښار چټلتیا او د ښاروالۍ دخدماتو کمښت ددې لامل شوی چې کابل ښار د نړۍ د پایتختونو ترټولو ناسم شرايط ولري. ولسمشر وايي،‌ د کابل شرايط د لرې پراته ولایت بدخشان ترځینو ولسوالیو هم ناوړه دي.

ولسمشر غني وايي، د همدې لپاره د کابل د ښاري وضعیت د بهتره کولو لپاره د یوپلان په تنظیمولو بوخت دی او ددې ترڅنګ غواړي ټولې هغه وزارت خونې چې د ښار په زړه کې او د ګڼې ګونې په منخ کې موقعیت لري، د کابل دارالامان سیمې ته یې ولېږدوي. د ولسمشر په خبره له دې کار سره به افغانستان یو ترټولو ښه پایتخت ولري.

تبصره وليکئ