ولسمشر غني وايي، د پولیسو په تشکیلاتو شکمن دی

ولسمشر غني وايي، د پولیسو په تشکیلاتو شکمن دیافغان ولسمشر غني وايي د افغان پولیسو په تشکیلاتو کې جدي نواقص دي او په ډېرو سیمو کې د پولیسو تعداد تر بوختو پولیسو څو چنده لوړ ښودل کېږي.

ولسمشر غني چې نن یې د سیمه ییزو استازو سره په لیدنه کې ددوی د ستونزو د هواري په تړاو په ارګ کې خبرې کولې وویل، د پولیسو د تشکیلاتو په اړه رسماً له ورکړل شوو شمېرو یقیني ندی او په دې برخه کې جدي پلټنې کوي، چې واقعاً د رسمي تشکیلاتو په اندازه پولیس په خپلو دندو کې حاضر دي که نه.

نوموړی وايي، تر شپیتو ډېر پولیس چې له ولایتونو راغلي له یوه یوه سره یې انفرادي خبرې کړې او هر پولیس ورته ویلي، د افغانستان په زیاترو سیمو کې چې د ۳۰ پولیسو د موجودۍ راپور ورکول کېږي، په نوم یې اعاشه او امکانات وړل کېږي هلته حتی تر لسو کم پولیس موجود وي.

د افغانستان زیاترو ناامنو او امن سیمو کې پولیس قوماندانان په دې تورن دي چې د پولیسو د موجودۍ ناسم راپورونه ورکوي او ددوی په نوم معاشونه، اعاشه او پوځي تجهیزات د هغوی له خوا پټېږي.

په ډېری ولایتونو او نستباً ناامنو سیمو کې قوماندانان چې په کار او پوستو یې جدي څارنه نشته د پولیسو په نوم له دولت څخه زیات امکانات غلا کوي او په دې توګه اکثره وړې او لویې قوماندانۍ د قوماندانانو لپاره غټ کاروبارونه دي.

تردې وړاندې اوربند له هلمند ولایت څخه داسې راپورونه هم خپاره کړي وو، چې ځینې قوماندانان ددې سربیره چې د پولیسو د زیات تعداد ښودنې په ترڅ کې له دولت شوکه کوي ځینې وخت یې ولسوالۍ هم په طالبانو خرڅې کړې او له دې درکه یې د نشي توکو له قاچاقچیانو د طالبانو له ادرسه ډېرې پیسې ترلاسه کړې دي. په دې منځ کې د هلمند د نوزاد ولسوالي د بیلګې په توګه یادېږي، چې څه مهال وړاندې قوماندان د ۲۰ لکه کلدارو په بدل کې په طالبانو خرڅه کړه او طالبانو بیا ددې ولسوالۍ له نیولو وروسته له هغه ځایه د پنځه لکه دالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات یوړول.

تبصره وليکئ