ولسمشر وايي،‌ د کندوز د پېښې پلټوونو ته یې پلاوی ټاکلی دی

اشرف-غنی احمدزی ۰۱۶افغان ولسمشر اشرف غني وايي، خپل ځواکونه ستايي چې کندوز یې له دښمن څخه بیرته نیولی دی. ده په یو خبري کنفرانس کې نن ماښام وویل، دا ترهګر غواړي افغانستان د جنګ میدان کړي او د خپلو هیوادونو پرضد ورڅخه استفاده وکړي.

هغه وویل ما د سیمې هیوادونو ته په یو نړیوال کنفرانس کې وویل، چې روسي، ازبک او چچین یا نور بهرني جنګیالي ستاسو سره په جګړه دي او دابه تر افغانستان ستاسو زیات په ضرر وي.

ولسمشر وویل، د کندوز پیښې د پلټنو لپاره یې پلاوی ګمارلی او د عواملو په څرګندیدو به مقصر خلک مجازات کړي، ده په خلکو غږ وکړ چې په حکومت کې دې په خلکو مبهم تورونه نه پورې کوي، دا یې وخت دی چې له حکومت سره مرسته وشي او که شواهد موجود وي مرسته دې وکړي. ده د ملي‌وحدت لپاره او د نظام د استحکام لپاره اعتماد ضروري وباله.

د ولسمشر د نن ماښام د پیغام اساسي ټکي داوو، چې د وضعیت د خرابیدو په پلمه دې زاړه جنګسالاران د بیا صحنې ته کیدو موقع نه لټوي، ملي ځواکونه شته، که څوک د وطن پرستۍ دعوه لري، د دې ځواکونو په لیکو کې دې جذب شي، چې لومړی په ملي روحیه وروزل شي، بیا دې د یوه سرتېري په حیث د وطن د دښمنانو خلاف جګړه وکړي. د نوموړي له خبرو داسې تعبیریده چې له دې اخوا د پخوانیو ملېشو په رول کې را څرګندیدل ممکن نه دي.

تبصره وليکئ