ولسمشر وايي سوله ستراتیژیکه حوصله غواړي

اشرف غنيناټو به ځان د افغانستان په جګړه کې ښکیل نه کړي. د ناټو سازمان سرمنشي جينز سټولټنبرګ وایي چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي، خودا مرسته په دې مانا نه ده چې دوی به یوځل بیا په دغه هیواد کې جنګی ماموریت ته داخل شي.

هغه چې نن یې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په کابل کې خبرې کولې افغانستان یو له ستونزو ډک هیواد وباله.  ولسمشر محمد اشرف غني هم د ناټو سیاسي او مالي ملاتړ اغیزناک وباله او ټینګار یې وکړ چې افغانستان په سم لوري درومي، هغه په افغانستان کې د سولې په ټپه ولاړ حالت په اړه وویل چې سوله ستراتیژیکه حوصله غواړي.

ولسمشر وایي د افغانستان جګړه سیمه ییز او نړیوالو اړخونه لري نو له همدې امله وخت او حوصلې ته اړتیا لري. نوموړي وویل د سولې اوسنې بهیر به په  افغانستان کې د جګړې اصلي لوري روښانه کړي او په دې اړه په څلور اړخیزه ناسته کې پریکړه شوې چې د هغو پروړاندې به ځواک کارول کیږي چې سوله نه کوي.

ولسمشر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د افغانستان د سولې بهیر چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو په ګډون پیل شوې د ‌طالبانو د نه حاضریدو له امله تر نامعلومې مودې پورې ځنډیدلی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.