ولسمشر: پردي زمونږ په اړه پرېکړه نه شي کولای

ولسمشر: پردي زمونږ په اړه پرېکړه نه شي کولای

ولسمشر محمد اشرف غني د قطر ناستې لپاره د حکومت لخوا جوړ شوي پلاوي سره وکتل.

 

ولسمشر د قطر ناستې ته تلونکي پلاوي ته په وینا کې وویل، پردیان زمونږ په اړه پرېکړه نه شي کولای، ځکه هغه پرېکړې چې ماضي کې خلکو زمونږ په اړه کړې  دي، نه  دي عملي شوي.

 

هغه په ټینګار سره وویل، چې د وینو بهېدل بری نه دی.

 

ولسمشر وايي، سوله د ځان لپاره نه کوي، بلکې د هېواد د هوسا راتلونکي او نسلونو لپاره یې کوي.

 

د ولسمشر په خبره، هېڅ افغان بل افغان په زور نه شي تسلیمولی؛ خو د خبرو له لارې کولای شو چې یوې موافقې ته ورسېږو.

 

ښاغلي غني د حکومت له مذاکراتي پلاوي وغوښتل چې طالبانو سره په وطني الفاظو خبرې وکړې، د هغوی مجبوریتونه او هیلې واوري.

 

ولسمشر د سولې پلاوي ته په اشارې  وویل، تاسو اوس هغه ماموریت پیلوئ چې افغانان یې ۴۰ کاله په تمه  و.

 

ولسمشر غږ کړی چې راځئ یو بل ومنو او د ملي یووالي له لارې سوله راولو.

 

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني  ویلي، طالبان له افغان حکومت سره له خبرو پرته بله لار نه لري.

 

هغه ټینګار کړی چې د سولې وروستۍ پرېکړه به افغان حکومت او ولس کوي.

 

ولسمشر دا هم ویلي چې سوله د ځان لپاره نه، بلکې د نظام او قانون تامین لپاره یې غواړي.

 

هغه خوښي ښوولې چې د سولې لپاره په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه فرصت په لاس راغلی دی.

 

ولسمشر د سولې پلاوي ته په اشارې ویلي چې تاسو به د افغانستان له اسلامي جمهوریت استازیتوب کوئ.

 

د هغه په خبره، د سولې پلاوی باید طالبان د سولې بین الافغاني خبرو ته قانع کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.