ولسمشر: که په کابل کې اړتیا پیدا شوه، ځانګړو قطعاتو ته د عملیاتو امر کوم

ولسمشر: که په کابل کې اړتیا پیدا شوه، ځانګړو قطعاتو ته د عملیاتو امر کوم

محور،سه شنبه، د مرغومي۲۴مه
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که د کابل ښار د امنیت لپاره د قوې کارولو اړتیا پیدا شوه ګارنیزیون او د پولیسو ځانګړو قطعاتو ته به د عملیاتو امر وکړي.
ښاغلي غني د کابل ښار د پنځمې ناحیې له یو شمېرمشرانو سره لیدنه کې دغه څرګندونې کړي دي.
د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتروايي ولسمشرپه دغه کتنه کې څرګنده کړه چې حکومت له زورواکانو او غیر مسوولو وسله والو سره په مبارزه کې جدي دی او د اړتیا پرمهال به د دوی پر ضد د قوې د استعمال او عملیاتو دستورورکړي، ځکه چې د ولس حوصله پای ته رسېدلې. هغه په ټینګار سره وویل، نور به په پنځمه ناحیه کې زورواکان د خلکو د ځورولو لامل نشي. ولسمشر ویلي ټولې غصب شوې ځمکې له غاصبانو څخه اخیستل کېږي او د کابل والي ته یې لارښوونه وکړه چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.
ښاغلي غني زیاته کړه، امنیتي ستونزې باید طبقه بندي او د خلکو د ځورولو، تهدیدولو، وژلو او ټپي کولو د عاملینو د تشخیص لپاره کمېټه ایجاد شي. ولسمشرغني په ټینګار سره وویل، دا باید تشخیص شي چې څومره خلک او ولې د وسلې ګرځولو اجازه لري او د وسلو د جواز ورکولو پروسه دې تعلیق شي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د جنايي پېښو زیاتېدو له امله د کابل ښاریانو اندېښنې زیاتې شوي دي..

Leave a Reply

Your email address will not be published.