ولسي جرګه اته وزیران استیضاح کوي

ولسي جرګه اته وزیران استیضاح کويد ولسي جرګې یوه سرچینه وايي دوی به د اختر له رخصتیو څخه له راګرځېدو سره سم د کابینې اته وزیران په کارونو کې د پاتې راتلو او کړو ژمنو د نه عملي کولو له کبله استیضاح کړي.

استیضاح ته په بلل کېدونکو کې به د کورنیو چارو، تجارت، مخابراتو، پوهنې، ښځو چارو، کار او ټولنیزو چارو، لوړو زده کړو او له نشي توکو سره د مبارزې وزیران شامل وي.

سره له دې چې د جرګې ځینې غړي دا خبره تاييدوي، خو د ولسي جرګې یوه سرچينه وايي دوی پرېکړه کړې چې د حکومت او وزیرانو د متعلقینو له فشارونو څخه د خوندیتوب لپاره به دغه پریکړه خوندي ساتل کېږي.

په عامه کې د وزیرانو د استیضاح په موضوع وکیلان په دریو برخو ویشل شوي دي؛ یوه ډله د خپلې خوښې وزیرانو د نجات لپاره له بلې ډلې وکیلانو سره لاس یو کوي چې د هغوی د خوښې خلاف وزیران استیضاح شي. بله ډله د مشخص شمیر وزیرانو د استیضاح پلویان دي، چې ډیر تمرکز یې په امنیتي وزارتو نو دی،‌خو درېیمه ډله هڅه کوي له یوه اوږده سکوت وروسته له وزیرانو سره خپلې کاواکه اړیکې بیا تازه کړي او له دې لارې وزیران اړباسي چې ددوی د کسانو په تقرر، په وړو قراردادونو کې د شراکت او همدارنګه دوی ته د درناوي یوه نوې سلسله پیل شي.

د حامد کرزي له اول انتخابي حکومت رانیولې تردې مهاله دا د افغان کابینې لومړنۍ څلور میاشتې دي، چې وزیران یې د ولسي جرګې له فشارونو پرته په ارامۍ سره تېروي، خوښکاري چې دا خاموشي نوره په ماتېدو ده.

د ولسي جرګې وکیلان وايي،‌ ځینې وزیران په لومړي سرکې ددې وړ دي چې له دندو وشړل شي.

تبصره وليکئ