ولسي جرګه وایې دولت دې پر ډېورنډ د پاکستان د تاسیساتو مخه ونیسي

د ولسي جرګې غړي وايي پاکستان پر ډیورنډ فرضي کرښه ددیوال جوړولو یا اغزن سیم کشولو حق نه لري. د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د پاکستان وروستۍ څرګندونې غندلې چې ویلي یې دي، پر ډیورنډ فرضي کرښه به د امنیت په موخه دېوال جوړوي.
وکیلانو پر حکومت غږ وکړ چې د پاکستان ددغه ډول اقداماتو پر وړاندې دې جدي اقدام وکړي، ځکه ډيورنډ کرښه د افغانستان د سیاست سره کرښه ده. په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب الله دانش هم رسنیو ته ویلي، چې پاکستان ددغه کار حق نه لري. نوموړي اسوشټيډ پرېس ته ویلي، چې پاکستان پر دغه فرضي کرښه د دیوال یا نورو تاسیساتو د جوړولو حق نه لري او دغه اقدامات یې غیر قانوني دي.
تر دې وړاندې هم پاکستان ویلي وو، چې د امنیت لپاره به پر دغه کرښه دېوال جوړوي او اغزن سیم تېروي. چې په هغه وخت کې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له توندو غبرګونونو سره مخ شو. له دې اقداماتو داسې ښکاري، چې د پاکستان د ملکي او نظامي ادارو ترمنځ ژور اختلافونه روان دي، هر وخت چې د پاکستان ملکي مشرانو له افغان حکومت سره نږدېوالی ښودلی پوځ د اړیکو د خرابولو لپاره په ورته اقداماتو لاس پورې کړی دی.

تبصره وليکئ