ټرمپ: لیده کاته ښه وي؛ خو اوس مې پرېکړه وکړه چې طالبانو سره نه ګورم

ټرمپ: لیده کاته ښه وي؛ خو اوس مې پرېکړه وکړه چې طالبانو سره نه ګورم

ټرمپ: تېرو ۴ ورځو کې مو دښمن وځپه او طالبانو سره مې د نه کتلو پرېکړه کړې

محور؛ دوشنبه، د وږی میاشتې ۱۸ مه:

د امریکې جمهور رییس ډونالډ ټرمپ وايي، د رسنیو هغه راپورونه چې ګواکې کمپ ډېوېډ کې له طالبانو سره د لیدنې لپاره ما د خپلو مشاورینو نظر نه دی اخېستی، رښتیا نه دي، ما تل فکر کړی دی چې باید ووینم؛ خو اوس مې غوره وګڼله چې طالبانو سره باید ونه ګورم.

د ټرمپ په وینا، مونږ افغانستان کې د پولیسو دنده ترسره کوو، خو دا په دې مانا  نه ده چې  دا دې زمونږ د اتلو ځواکونو وظیفه وي.

هغه ټينګار کړی دی چې وروستیو ۴ ورځو کې يې افغانستان کې د تېرو لسو کلونو پره پرتله دښمن زیات ځپلی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.