ټرمپ وايی د ایرانیانو له لاریونونو او ازادۍ ملاتړ کوي

ټرمپ وايی د ایرانیانو له لاریونونو او ازادۍ ملاتړ کوي

محور؛ یکشنبه، د مرغومي ۲۲مه
ټرمپ پر ایرانيانو غږ کړی چې امریکا یې د لاریونونو ملاتړ کوي. نوموړي په فارسي ژبه په خپرو کړو ټوېټ پیغامونو کې ویلي، ایرانی حکومت دې د بشري حقونو ډلو ته اجازه ورکړي چې د وروستیو لاریونونو په اړه څیړنه وکړي. دده په خبره ایراني رژیم په لوی لاس سلګونه لاریون کوونکي وژلي خو ټرمپ وايي چې امریکا د نوو لاریونونو ملاتړ کوي. دده په خبره ایراني وګړي د آیت الله خامنه یي د رژیم له امله تر سختو فشارونو لاندې دي نو ددوی حق دی چې خپله ازادي وګټي او په دې کې به امریکا ورسره وي. ګڼو امریکايي سناتورانو او چارواکو هم د ټرمپ دغه ټوېټ خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي عظمت به بېرته ایران ته راګرځوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.