پاکستاني طالبان د پښتنو مشرانو وژلو ته تابیا نیسي

پاکستاني طالبان د پښتنو مشرانو وژلو ته تابیا نیسي

محور؛ چهارشنبه، د زمري میاشتې ۳۰ مه:

ژباړه: اکرام احمدزی

د پاکستانیو طالبانو مشرانو اعلان کړی دی چې له ډیورنډ پورې غاړې د پښتنو د سیاسي مشرانو د وژلو هوډ لري.

د پاکستانیو پوځي چارواکو بیا ناهیلي څرګنده کړې ده چې د احتمالي ترهګرو د پېژندلو وړتیا نه لري او نه یې شي په نښه کولای.

د ” نیزاویسیمایا گازیته” په نوم یوې ورځپاڼې ویلي، چې سیمه ییز پاکستاني طالبان او پاکستاني پوځیان پېښور او ځینو نورو سیمو کې نږدې اړیکې لري، نو ځکه خیبر پښتونخوا کې د ترهګرو پر ضد عملیات ترسره کول، په اوس وخت کې ناشونی کار دی.

څو ورځې وړاندې، د پښتنو عوامي نشنل پارټۍ سکرټر جنرال سردار محمد بابک، په خپل اوسېدو ځای کې چې بونیر دی، عزیرالرحمن په نوم د پاکستاني طالبانو له لوري یو لیک تر لاسه کوي. لیک کې له بابک غوښتل شوي چې پر خپلو سیاسي کړنو او فعالیتونو دې له سره کتنه وکړي، کنه د مرګ لپاره دې چمتووالی ونیسي. دغه سیمه ییز طالب قوماندان ښاغلي بابک ته خبرداری ورکړی  دی، چې ته کفري سیسټم ته کار کوې او که چېرې د خپلې مبارزې بڼې ته تغییر ور نه کړي، باید ووژل شي. پاکستاني طالبانو بابک ته ویلي، دا ورته د دوی وروستی ګواښ  دی، بل چانس نه لري.

سردار حسین بابک چې پېښور کې له یوې مشهورې سیاسي کورنۍ سره تړاو لري، زمونږ له ورځپاڼې سره مرکه کې يې تایید کړې چې طالبانو ورته زیات ګواښلیکونه لېږلي دي. هغه وویل، طالبان اوس مهال  وزیرستان کې چې پخوا  ورته ازاد قبایل ویل کېده، پراخ حضور لري. ازاد قبایل اوس مهال له خیبر پښتونخوا سره تړلي دي. د سرادر بابک په وینا، بونیر سیمه دوه میاشتې مخکې له خیبر پښتونخوا سره یو ځای شوې ده. سیمه ییز پښتانه وايي سیمو کې يې پاکستاني طالبان پیدا شوي  دي.

دغه جنګیالي کله ناکله له غرونو راکوزېږي او د خلکو د اوسېدو سیمو ته ورځي او د سیمې له خلکو څخه اخاذۍ ټولوي. خلک پولیسو ته د طالبانو له وېرې د شکایت جرات نه لري، ځکه هغوی باوري دي چې پاکستاني طالبان او پوځیان یو بل سره اړیکې لري.

د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په حواله، د بونیر د پولیسو امر ټینګار کړی دی چې پولیسو د امنیتي ځواکونو په مرسته څو ځله عملیات ترسره کړي دي، خو دوی نه دي توانېدلي چې هلته کوم جنیګالی ونیسي. جالبه لا دا ده، کله چې پاکستاني ځواکونه ګزمه کوي، طالبان ښار کې ازاد ګرځي، اما د هغوی لاس ته نه ورځي، امر  ویلي، تر اوسه د سیمې هېڅ اوسېدونکي له دې امله چې طالبان له دوی څخه اخاذي ټولوي، کوم شکایت نه دی ثبت کړی دی. د پښتنو د حقونو قو فعال مونږ سره خبرو کې وویل، د پولیسو دغسې څرګندونې خلک په دې باور کوي چې پاکستاني پوځیان له طالبانو سره اړیکې لري.

ښاغلی سردار بابک اوس د خپل ځان ساتلو امنیت په فکر کې دی، د بونیر سربېره ځينو نورو پښتون مېشتو سیمو ته د طالب جنګیالیو له راتګ سخت  اندېښمن دی. د هغه په خبره، اوس مهال طالبانو په پیر بابا”، ” بهتای”، “کالئیل”، “مالک پور” ، “شل بندی”، “پاچا”، “بالو خان”، “داکودا” او ځینو نورو سیمو کې خپل فعالیت زیات کړی دی. هغه وايي، دغه وضعیت د سیمې خلک سخت اندېښمن کړي دي.

پېښور کې سیاسي فعالین په دې باور دي، که چېرې طالبانو په بونیر کې فعالیت ز یات کړ او ځینې پښتانه مشران یې په نښه کړل، نو دوی به درک کړي چې دا د دوی پر ضد دسیسه  ده.

پاکستاني طالبانو تر اوسه ښاغلي سردار حسین بابک ته څلور وارې ګواښ کړی دی. بابک زمونږ ورځپاڼې سره مرکه کې وویل، د عوامي ګوند د خان عبدالغفار خان د کړنو په اساس چې عدم تشدد دی، خپل فعالیتونه مخ ته وړي، مونږ تل حقایق بیان کړي دي او هېڅکله به وسله پورته نه کړو. ما خپل ګواښ لیک څه موده وړاندې تر لاسه کړی دی. دا زما د وژلو لپاره لومړنی ګواښ او اقدام نه دی، په ۲۰۰۸ کال کې چې هغه وخت زه د پوهنې  وزیر وم، زما د وژلو لپاره یې راباندې ځانمرګی برید وکړ، بل وار يې اور راته بل کړی و، وروسته بیا په ۲۰۱۳ کال کې يې پر ما برید وکړ. دا څلورم ځل دی چې ما په مرګ ګواښي.

“نیزاویسیمایا گازیته” ورځپاڼې ته یوې سرچینې ویلي، په دې وروستیو کې د عوامي ګوند زیات شمېر وزیران، وکیلان او ځینې نور فعالین ووژل شول. په  دې  اساس، مونږ له نړیوالې ټولنې او رسنیو غواړو چې زمونږ له وضعیت دې ځان خبر کړي. نړیواله ټولنه او نور سیاسي مشران دې د پاکستان پر حکومت فشار راوړي چې زمونږ په سیمو کې د ترهګرو د بیا فعالیت مخنیوی وکړي.

یو شمېر سرچنو پېښو کې ویلي، له ډیورنډ پورې غاړې د “جماعت دعوا القران”، “البدر”، “جیش المحمد”، “لشکر طیبه” په ګډون، زیات شمېر نورې ترهګریزې ډلې هم فعالیت کوي. سیمه ییزې رسنۍ د دې ډلو د فعالیت، ملاتړ او د روزنې د څرنګوالي په اړه څرګند مسایل لیکي، همدا جنګیالي او ډلې له روزنې وروسته افغانستان ته د جګړې په هدف لېږل کېږي.

د طالبانو لیکو ته د جلب او جذب زیات مسوولیت او ونډه سیاسي ګوند جماعت اسلامي لري، همدې ګوند په ۸۰ کلونو کې هم مجاهدین د افغانستان جګړې ته هڅول او بیا یې د شوروي پر ضد جنګول. اوس مهال د همدې ګوند تر تاثیر لاندې زیات سازمانونه او جهادي خوځښتونه را پیدا شوي دي. د دغه ګوند فعالیتونه په یو شمېر هېوادونو کې ممنوع شوي دي.

د ورځپاڼې سرچینه زیاتوي: ټول دغه جهادي او ترهګریز سازمانونه د ملنکډ په سیمه کې چې نږدې پنځه شبږ ښارونه لري، هلته فعالیت کوي چې یو هغه یې بونیر دی چې مخکې مو هم یاد کړی و. له کومې ورځې چې دغه سیمه کې ترهګرو بیا فعالیت پیل کړی دی، د سیمې خلک هره ورځ زیات شمېر ځوانان خاورو ته سپاري چې عمرونه یې له ۱۵ تر ۱۹ پورې دي. دغه ځوانان په قصدي ډول د  جهادیانو په اصطلاح، کشمیر او افغانستان کې وژل کېږي. د ویلو وړ د ه چې ددې ځوانانو د تدفین مراسمو کې معمولآ ډېری د همدې ګوند جماعت  اسلامي او نورو ترهګریزو شبکو غړي او مشران حضور لري.

د پاکستاني پوځي او استخباراتي چارواکي له دغه وضعیت ښه خبر دي، خو پر ضد یې هېڅ راز اقدام نه کوي. پر دې سربېره، زیات ثبوتونه او قراین شتون لري چې پاکستاني استخبارات ددې ټولو جهادي تنظیمونو او شبکو تر شا لاس لري، د هغوی ترمنځ همغږي رامنځته کوي، پښتنو ځوانانو ته نظامي زده کړې ورکوي، په جګړه مارانو يې بدلوي او وروسته یې د افغانستان او کشمیر جګړې ته استوي.

د پښتنو سیاسي فعالین ټينګار کوي چې پاکستان کې د پښتنو په حق کې ظلم روان دی او د هغوی نسل وژنه روانه ده. عام قتلونه عادي روان دي. پاکستان کې پښتانه ځوانان د دولتي ادارو لخوا جهادي ګروپونو ته هڅول کېږي، وروسته پاکستاني نظامي چارواکي د هغوی په مستقیمه روزنه کې برخه اخلي او بل ګام کې يې بیا د کشمیر او افغانستان جګړې ته لېږي. بل بحث دا دی چې پاکستاني نظامي چارواکو همدا اوس کار پیل کړی دی چې د پښتنو سیمو کې بنسټونه ونړوي او هلته ناروین رامنځته کړي.

په عین حال کې، اسلام آباد کې په ټول توان هڅه کوي، هغه ناورین چې په پښتونستان کې روان  دی، ملګري ملتونه ترې خبر نه شي، د بېلګې په ډول، پاکستاني چارواکي بهرنیان نه پرېږدي چې شمالي وزیرستان ته سفر وکړي. دغه بندیز په خبریالانو هم لګېدلی دی.

وروستیو ۴ میاشتو کې  پاکستان د زیاتو پښتنو مشرانو او خبریالانو د وژلو او ترور شاهد  و.

د جون میاشتې په منځ کې پښتون خبریال محمود بلال ووژل شو. د دې تر څنګ باجوړ کې هم د عوامي ګوند سیمه ییز مشر ګل داوود په یو برید کې ووژل شو.

سردار بابک ته  د مرګ ګواښ کول د هغو جنایتونو د لړۍ  دوام دی چې پاکستان کې د پښتنو پر ضد روان دي او دې جنایتونو کې ټول لاس لري او په مشترک ډول يې ترسره کوي. د دوی کړنې او قتلونه یوازې د پښتنو په سمیو کې ترسره کېږي. هغوی د پښتنو قام مشران نیسي او وژني یې. پاکستاني پوځیان یې سیمو ته ورځي او ګواښي يې. د طالبانو په شمول ټول جهادي تنظمیونه چې د پاکستان د لاس اله دي، د پښتنو په قتلونو کې لاس لري او همدا اوس يې عملآ وژني.

Leave a Reply

Your email address will not be published.