پاکستاني پوځیان دداعش په لیکو کې

د افغانستان په ختیځو او جنوب ختیځ سیمو کې ځايي وګړو له رسنیو او ځايي امنیتي چارواکو سره داسې معلومات شریک کړي، چې له مخې یې په ډاګه کېږي پاکستاني پوځیان له رسمي دریشیو سره د داعش په نوم د اورپکو له نوې ډلې سره چې اکثره یې له طالبانو سره هم په جګړه کې ښکېل دي، جنګېږي.

په شینوارو، حصارک، خوګیاڼو، د پکتیکا سرحدي ولسوالیو شکین او سروبي ته څېرمه او حتی په غزني کې دغه راپورونه ترلاسه شوي دي.

سره له دې چې لا هم فکر کېږي، پاکستان دداعش په ملاتړ د طالب وسله والو ملاتړ کوي، خو تازه نښې په ډاګه کوي،‌چې پاکستاني استخباراتو او پوځ د عملي مرستو مخ داعش ته اړولی او په دې برخه کې په یو شدیده اما پټه جګړه کې ښکېل دي.

عیني شاهدان وايي، دوی هماغه دریشۍ دي چې پاکستاني پوځیان یې اغوندي، پرمختللي تور ټوپکونه ورسره دي، تورې چانټې یې تړلې او له ځینو سره یې چې خبرې شوې د شاهدانو په وینا چې له اردو پرته په نورو ژبو خبرې نشي کولای.

سیاسي شنوونکي وايي‌ پاکستان له امریکا سره له ډیرو بحثونو او مشاجرو په دې قانع کړل شوی دی، چې دداعش له پراختیا سره په سیمه کې مرسته وکړي او له دې درکه پاکستان ډېرې زیاتې مالي او پوځي مرستې هم ترلاسه کړې دي.

پاکستان په عین وخت کې له روسیې، چین او د منځنۍ اسیا له یو شمیر هېوادونو سره ژورې اړیکې پالي او که دا راز رسوا شي چې پاکستان له داعش سره عملا مرسته کوي، نو د چین د لویو قراردادونو د له لاسه ورکولو ترڅنګ به له یو جدي سیمه ییز تجرید سره مخ شي.

د معلوماتو پربنسټ پاکستان د امریکا ددې ژمنې پربنیا له داعش سره همکارۍ ته غاړه ایښې چې طالبان به هم په صحنه کې فعال پاتې کېږي او په مشخص ډول په افغانستان کې به د پاکستان اهداف د همدې ځواک په مټ خوندي ساتل کېږي، خو دا موافقه له داعش سره د پاکستان د همکارۍ په بدل کې رامنځ ته شوې ده.

په تازه مهال کې د طالبانو په منځ کې د مشرتابه پرسر ناندرۍ هم د پاکستاني استخباراتو په زور محوه شوې او د ملاعمر کورنۍ اړکړل شوې چې د اختر محمد منصور له مشرۍ سره موافقه وکړي.

تبصره وليکئ