پاکستان د امریکا غوښتنه ومنله؛ وايي طالبان اوربند ته اړ کوو

پاکستان د امریکا غوښتنه ومنله؛ وايي طالبان اوربند ته اړ کوو

محور؛ چهارشنبه، د لړم میاشتې ۸ مه:

اسلام آباد ته د زلمي خلیلزاد د سفر په اړه ترلاسه شوي جزیات ښیي، چې نوموړي د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، د پوځ له مشر او د استخباراتو له رئیس سره پر دې غږېدلی چې طالبان اوربند ته قانع کړي. پاکستاني لوري هم د امریکا دغه غوښتنه منلې، خو په بدل کې یې مالي امتیازات غواړي.

ټاکل شوې نن ماښام (چهارشنبه) زلمی خلیلزاد پاکستان ته د خپل سفر او بحثونو جزیات له افغان لوري سره شریک کړي او له ولسمشر غني سره وګوري.

افغان حکومت تر دې وړاندې ویلي، دا ځل له طالبانو سره یوازې د اوربند په شرط خبرې کوي او پرون د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب وویل، که طالبان غواړي د سولې خبرې بېرته پیل شي، نو لومړی دې یو میاشت اوربند وکړي ترڅو ثابته کړي چې د جګړې په لیکو کې پخپلو قوماندانو کنټرول لري او له طالبانو سره سوله د داعش په نوم د یوې بلې جګړې پیل نه وي.

حمد الله محب وویل، طالبان د پاکستان نیابتي جنګیالي دي او د هغوی له غوښتنې پرته هیڅ هم نشي کولی او د همدې لپاره باید له پاکستان سره خبرې وشي

Leave a Reply

Your email address will not be published.