پاکستان د امریکا ـ طالب د مذاکراتو په ځنډېدو اندېښنه ښودلې

پاکستان د امریکا ـ طالب د مذاکراتو په ځنډېدو اندېښنه ښودلې

محور؛ دوشنبه، د وږی میاشتې ۱۸ مه:

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو پر ځنډېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان جګړه له پوځي لارې نه حل کېږي او اړتیا ده چې سیاسي جوړجاړي ته لومړیتوب ورکړل شي.

د پاکستان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو بیا پيل ته خوښي څرګنده کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې ویل شوي چې هېواد يې تل د جګړې ښکېلې خواوې د جګړې پای ته هڅولي دي او برخه کې يې نیت ښه دی.

امریکا له طالبانو سره د کابل د وروستي برید غبرګون کې د سولې مذاکرات ځنډولي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.