پاکستان د سولې خبرو ته د طالبانو کېنولو سره علاقه ښودلې

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د شنبې په ورځ وویل چې حکومت یې هوډ لري تر څو طالبان د سولې خبرو اترو ته کېنوي.

نواز شریفپاکستان د جولای په میاشت کې د افغان‌حکومت او طالبانو تر منځ د لومړي‌ ځل خبرو اترو کوربه‌توب هم کړی و.

په پلان کې وه چې د خبرو اترو د سلسلې دوهمه ناسته به د جولای د میاشتې په ۳۱مه وي خو دا ناسته په دې خاطر وځنډول شوه چې د طالبانو د مشر ملا عمر د مرګ خبر په رسمي توګه د طالبانو لخوا تائید شو.

نواز شریف دا ومنله چې د سولې د خبرو د دویمې ناستې د ځنډ سبب د ملاعمر د مرګ خبر و.

نواز شریف وویل: موږ ډېرې هڅې وکړې تر څو طالبان له افغان دولت سره خبرو اترو ته کېنوو. خو د ملاعمر د مړینې خبر رسمي خپور شو. دا خبر باید نه وای اعلان شوی ځکه د پلان له مخې دوه ورځې وروسته د خبرو اترو دویمه ناسته وه.

نواز شریف د لاهور په یو خبري کنفرانس کې دا زیاته کړه چې دغې پېښې د سولې د خبرو اترو پر پروسې منفي اغېز پرېښود.

پاکستاني چارواکي وايي چې د طالبانو د شورا یو ۸کسیزه ټیم اسلام‌اباد ته د سولې د خبرو اترو د دویم پړاو ترسره کولو لپاره راسېدلی و.

نواز شریف وویل افغان حکومت نه غوښتل چې خبرې دې پټې پاتې شي خو د طالبانو دا هیله وه چې د خبرو اترو پروسه پټه وي.

د اګست تر ترهګریزو پېښو وروسته ولسمشر اشرف غني د خبرو اترو دغې پروسې ته د پای ټکی کېښود او دا علان یې وکړ چې حکومت یې د سولې په خبرو کې د پاکستان رول نه غواړي.

د طالبانو نوي مشر او د ملاعمر ځای ناستي ملا اختر محمد د لوی اختر په پیغام کې تېره میاشت وویل چې ډله به یې بیا خبرو ته غاړه کېنږدي تر هغو چې بهرني ځواکونه په بشپړ ډول بېرته له افغانستانه وتلي نه وي.

تبصره وليکئ