پاکستان کې اورګاډي اور اخیستی چې ۶۴ کسان يې وژلي

پاکستان کې اورګاډي اور اخیستی چې ۶۴ کسان يې وژلي

محور؛ پنجشنبه، د لړم میاشتې ۹ مه:

پاکستاني چارواکي وايي، اورګاډي کې د ګازو ډبې د چادودنې له امله، اورګاډي اور اخیستی دی چې له امله یې ۶۵ تنه وژل شوي دي او لسګونه نور ټپیان دي.

دغه مسافر وړونکی اورګاډی له کراچۍ څخه راولپنډۍ ته په لار و.

روغتیايي چارواکو ویلي، ممکن د وژل شویو په شمېر کې زایاتوالی راشي

د پاکستان د اوسپنې پټلۍ وزیر شیخ رشید ویلي دا پېښه د مسافرو او د اورګاډي د چلوونکو بې غورۍ له امله رامنځته شوې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.