پنټاګون افغان جګړې ته نوې بې پیلوټه الوتکې لېږي

پنټاګون افغان جګړې ته نوې بې پیلوټه الوتکې لېږي

امریکا غواړي د افغانستان د جګړې لپاره نوې کوچنۍ بې پیلوټه الوتکې راولېږي.

له دغو الوتکو سره به یو شمېر سرتېري هم راځي.

ویل کېږي افغان جګړه کې د دغو الوتکو په کارولو سره به، جنګ کې د امریکايي ځواکونو مرګ ژوبله هم زیاته راکمه شي.

دغه الوتکې چې خورا وړې او په لاس کنټرولېږي ۹۰۰ سيسټمونه يې افغانستان ته لېږل کېږي، هر سيسټم يو کنټرولر او دوه الوتکې يوه د ورځې او يوه د شپې لپاره لري.

دا نوې کوچنۍ بې پیلوټه الوتکې د ۲۵ دقیقو لپاره الوتلی شي او هغه سیمه کې چې جګړه ده، ددې توان لري چې جګړه کې ښکېلو پوځيانو ته غږونه، تصویرونه او ویډیوګانې ثبت او تر څنګ يې د مخالفینو کره ځای هم څرګند کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.