په اختر کې د خونړیو بریدونو مخه ونیول شوه

په اختر کې د خونړیو بریدونو مخه ونیول شوهد افغانستان د ملي امنیت اداره وايي د هېواد په بېلا بېلو برخو کې یې هغه ۲۳ ځانمرګي نیولي چې غوښتل یې د لوی اختر په ورځو کې څو بېلابېلې ترهګریزې حملې ترسره کړي.

په نیول شوو کې اووه تنه پاکستانیان دي. معلومات په ډاګه کوي چې دغو ترهګرو د کوټې شورا او حقاني شبکې څخه د بریدونو دستور اخستی و . ملي‌امنیت وايی دوی پلان درلود چې په کندهار، بلخ،هلمند، نیمروز او لوګر کې دغه بریدونه ترسره کړي.

ملي امنیت دغه راز وايي چې له نیول شوو څخه یې څلور د ځانمرګي واسکټونه، یو له چاودېدونکو توکو ډک ریکشا، یو میل زیکویک، کلاشینکوف، بوشکیی بمونه، په لسګونو کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، مخابرې، موتر ، او نظامي دریشۍ ترلاسه کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې لوی اختر ته د خلکو تیارۍ روانې دي او په کابل او نورو سیمو کې له خوشالیو سره سره خلک د پاکستان د لاسوهنو او د طالبانو د بریدونو په اړه اندېښنې هم کمې نه وي.

تبصره وليکئ