په افغانستان کې د امریکا په تاسیساتو د ایران د برید احتمال لږ دی

په افغانستان کې د امریکا په تاسیساتو د ایران د برید احتمال لږ دی

محور: چهارشنه، د مرغومي ۱۸مه

امریکایی دپلوماتان وايي که د امریکا او ایران جګړه پيل شي واشنګتن په افغانستان کې قوي حضور ته اړتیا لري او دا له طالبانو سره د سولې د خبرو د پای ته رسیدو په مانان دي. د افغانستان د سولې په اړه د امریکا متحده ایالاتو پخوانی استازی ریچارد اولسون وايي په افغانستان کې د امریکا په پوځي هډو د ایران د برید احتمال لږ دی. ریچارد اولسون وايي: ( که له ایران سره په یوه اوږد مهاله جګړه کې ښکیل شو، چې زما په نظر متاسفانه احتمال یې شته، په هغه صورت کې ښايي امریکا په دې فکر کې شي چې د ایران د ګواښلو په موخه په افغانستان کې قوي حضور ته اړتیا لرو، که موږ دې پریکړې ته ورسو، نو تقریبا د افغانستان د سولې بهیر د پای ته رسیدو مانا لري.)

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي ایران غواړي د افغانستان د سولې بهیر کمزوری کړي. د امریکا او طالبانو استازي له څلورو ورځو را په دیخوا په قطر کې په خبرو بوخت دي، خو تراوسه د دغه خبرو د پایلو په اړه هیڅ جزیات نشته.

Leave a Reply

Your email address will not be published.