په افغانستان کې سلګونه دیني عالمان وژل شوي دي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د دیني علماوو د وژنې په اړه یوه تفصیلي مطلب کې وايي چې د تېرو څو کلونو په اوږدو کې دیني علما هدف ګرځېدلي، او دا ځکه چې د دوی خبره د ټولنې په بېلابېلو پوړونو خپل اغېز لري او دوی د ملاتړ او په اکثرو حالاتو د دوی د نیوکو له امله وژل کېږي.
په رپوټ کې ویل شوي، په تېرو ۱۶ کلونو کې (د طالبانو له سقوط راهیسې) د اټکل له مخې سلګونه دیني عالمان وژل شوي دي چې وروستئ هغه یې په کندهار ولایت کې د مولوي پیروز وژل کیدل وو.

ورځپاڼې د طالبانو د رهبري شوری د یوه غړي په حواله ویلي، د طالبانو له خوا په دې وروستیو کې د ډېر شمېر دیني عالمان په نښه کولو یو دلیل د دغې ډلې د مشر مولوي هبت الله د کړنلارې له امله دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.