په اچین کې ۸۵ پاکستاني جنګیالي وژل شوي دي

په اچین کې ۸۵ پاکستاني جنګیالي وژل شوي دي

د افغانستان ملي امنیت وايي، په دوه جلا هوايي بریدونو کې د افغانستان په ختیج کې ۸۵ جنګیالي چې ځان داعش ته منسوب ګڼي وژل شوي دي.

ملي امنیت وايي هوايي عملیات په دوه سیمو کې ترسره شوي، ددوی په خبره ۶۰ کسان په عبدلخیلو کې وژل شوي او او ۲۵ نور د اچین ولسوالۍ په شډلو کې وژل شوي دي.

د معلوماتو له مخې جلیل اورکزی چې د داعش وسله والو مشهور قوماندان و هم د وژل شوو په منځ کې دی. ده په اچین کې د سلو جنګیالیو مشري کوله.

دغه ځوابي عملیات له هغه وروسته پیل شول، چې داعش وسله والو د لومړي ځل لپاره په جبهه یی ډول د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې نن سهار په امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل.

راپورونه وايي، ټول جنګیالي دداعش سیمه ييز مشر حافظ سعید ته منسوب دي.

تبصره وليکئ