په ایران کې د حکومت ضد اعتراضونه دوام لري

په ایران کې د حکومت ضد اعتراضونه دوام لري

محور، سه شنبه، د مرغومي ۲۴ مه
په ایران کې نن پرلپسې درېیمه ورځ د حکومت ضد اعتراضونه دوام لري.
اعتراض کونکي په دې په غوسه دي چې ایراني چارواکو د اوکراینې الوتکې د راغورځېدو د پېښې په اړه سم کار نه دی کړی.
د راپورونو له مخې د ایران په پلازمینه تهران کې د شریف ټکنالوژۍ او د امیرکبیر په پوهنتونونو کې نن اعتراضونه پیل شول او ګډونوالو یې د ایراني مشرانو ضد شعارونه ورکول.
د ایران د ټولنیزو شبکوله لارې په خپریو شویو ویډیوګانو او تصویرونه کې د دغو اعتراضونو صحني لیدل کېږي او دغه راز په یو شمېر ویډیوګانو کې چې انلاین خپرې شوې، د آصفهان د ټکنالوژۍ د پوهنتون محصلین هم د اعتراضونو په حال کې ښکاري
د دغو اعتراضونو له پیل څخه په اخیستل شويو ویډیوګانو کې ښکاري چې پولیس او امنیتي ځواکونه د اعتراض کونکو د خورولو لپاره ډزې کوي او له اوښکې بهونکي ګازڅخه کار اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.