په خوست کې سي ای اې اوس هم پټ عملیات کوي

په خوست کې سي ای اې اوس هم پټ عملیات کويد خوست ښار د امریکايي پوځیانو هغه اډه چې څو کاله وړاندې یو اردوني ورباندې ځانمرګی برید وکړ اوس په سیمه کې په یو خطرناک مرکز بدل شوی دی. له دغه مرکزه هره ورځ بهرني ځواکونه او په پخوانيو قراردادي کمپاینونو کې بوخت شخصي ګارډ چې د امریکایانو له خوا استخدام شوي په خوست ولایت کې په بېلابېلو سیمو کې پټ عملیات کوي. دوی شپه مهال او کله کله د ورځې له خوا په ځینو کلیو او ځانګړو کورونو چاپې ووهي او ډېر کسان یې نیولي هم دي.

د نیول شوو خلکو کره شمېر ندی معلوم، اما دا تشخیص هم سخت دی، چې امریکايي ځواکونه او افغان شخصي کارډ یې څه ډول خلک نیسي او یا مطلوب کسان له چا سره د اړیکو په تور نیول کېږي.
دا یوازیني پټ عملیات دي، چې له افغان دولت سره نه شریکېږي. په خوست کې د امریکايانو لپاره اوس طالبان مطلوب ندي، فکر کېږي، د امريکایانو ډېر تمرکز د حقاني په شبکه دی، چې فکر کېږي، د حقاني ډیر ملاتړي د خوست دي.

د حقاني دشبکې ډېر لږ غړي دامهال په افغانستان کې اوسېږي. یوه سرچينه وايي، هغه کسان چې پخوا د حقاني ملاتړي وو او اوس ورسره روابط نلري خپلو کورونو ته راستانه شوي دي، خو دغه سرچينه وايي، چې امریکایان ډیری دغه کسان د معلوماتو د راټولولو لپاره نیسي. له دې کبله چې له خلکو سره ویره وي، د عملیاتو پرمهال تښتي یا غبرګون ښيي او همدا وضعیت د ځینو کلیو او سیمو د عادي خلکو د وېرې سبب شوی دی.

په خوست کې یو امنیتي مقام وايي؛ امریکایان نیول شوي کسان د افغانستان ملي امنیت ته سپاري، خو په دې سربیره داسې کسان هم شته چې لا هم له امریکایی ځواکونو سره بندیان دي او د معلوماتو د راټولولو په خاطر د بهرنیانو له خوا نیول کېدونکي کسانو سره دوه ډوله چلند کېږي. هغه چې د امریکایانو لپاره مطلوب دي، لاهم په اډه کې دي.

څو اونۍ وړاندې امریکايي ځواکونو خوست ښار ته څېرمه په ګوربزو کې په یو کور عملیات وکړل او په ترڅ کې یې یوه میرمن هم ووژله. دغې پېښه خلک وویرول. خوست تازه مهال ارامه دی، له یوې خوا هلته امنیتي جال مستحکم شوی او له بلې خوا د طالبانو د عملیاتو مخه په نورو سیمو ده او همدې وضعیت په خوست کې ټیکاو بهتره کړی دی.

د خوست خلک وآيي، دغه ډول خپلسري او ناقانونه عملیات باید مهار شي او په دې هکله باید افغان دولت له امریکا وضاحت وغواړي. ددوی په خبره دا هغه ډول عملیات ندي، چې امریکا یې اجازه ولري او ددې کړنو ترشا د امریکا ډیر پیچلي اهداف پټ ښکاري.

تبصره وليکئ