په خوست کې کروندګر وایې شنو خونو مو حاصلات څو برابره زیات کړي دي

د خوست په مرکز او اسمعیل خیل، نادرشاه کوټ، تڼيو او ګربزو ولسوالیو کې د شا وخوا ۱۵۰ شنو خونو د جوړېدو چارې روانې دي.
په تېر څو میاشتو کې له ۸۰ شنو خونو شا وخوا ۲۵۰ ټنه رومي بانجان او بادرنګ بازار ته وتلي دي.
د خوست یو شمېر اوسیدونکي وایي، د شنو خونو له برکته روان کال کې د رومیانو(ټماټرو) او بادرنګو د حاصلاتو له کمښت سره هم نه دي مخامخ شوي.

له تېرو څو میاشتو راهیسې سابه (سبزۍ) لکه بادرنګ او رومیان چې د خوست په شنو خونو کې راټوکېدلي او حاصل شوي د دغه ولایت د ښار په نږدې ټولو هټیو کې ليدل کېږي دغه نوښت هم کروندګر لېوال کړي او هم پېرودونکي د تازه سبزیو له رانیولو خوښ دي. د خوست د کرنې ځایي اداره وایي، د شنو خونو د حاصلاتو ښې پایلې دوی هڅولي، چې د شنو خونو د جوړولو لړۍ نوره هم پیاوړې او ګړندۍ کړي.
په خوست کې د کارډیف موسسې د شنو خونو مسوول صفي الله کریمزی وايي، دغه موسسه په خوست کې ۱۵۰ شنې خونې جوړوي

دی وایې: دا وخت سل شن خونې جوړې دي او د ۵۰ نورو کار روان دی. د دغي پروژې ټول لګښت یو میلیون امریکایي ډالر دی چې اویا سلنه یې کارډیف او دیرش سلنه کروندګر پرې کوي”.
ښاغلی کریمزی وايي، لومړی شنې خونې جوړې او بیا یې اړوند لومړني توکي برابروو، له هغه وروسته له کروندګرو سره یو ځای فصل کرو بیا دوی ته روزنیز پروګرامونه برابروو او ورسره له نږدې کار او څارنه زمونږ ورځینی مسوولیت دی”.

د شنو خونو یو کارګر نور احمد وایې: د نامسلکي کر په پرتله يې اوس حاصلات څو برابره ډېر شوي دي.
دی وایې: له دغې شنې خونې هره ورځ ۷۰ یا ۸۰ منه سبزي راټولوو داسې ورځ هم وي چې سل منه هم په لاس راشي. د ورځې تر لس زرو افغانیانو ګټه لاس ته راځي. پنځه یا شپږ میاشتي کیږي چې د سبزیجاتو دغه حاصل روان دی. معلومه نه ده چې نور به څومره وخت دغه حاصلات ونیسي”.
د خوست یو شمېر اوسیدونکي د دې پرځای چې په ښار کې سابه وپېري اوس شنوخونو ته پسې ځي. دوی وایې، که له بازار مونږ ته څلویښت یا پنځوس کلدارې قیمت تمامیږي مونږ یې پروا نه لرو، ځکه دا بانجان ښه ترشي او خوند لري. خوشاله یو چې د نورو هېوادونو پرځای د خپل هیواد محصولات کاروو.
د خوست د کرنې ریاست د ځایي ادارې چارواکي تمه لري چې د ۱۵۰ شنو خونو په جوړیدو سره به دوی هر کال ۱۰۰۰ ټنه د سبو حاصلات ولري.
د خوست د کرنې ادارې مشر سمیع الله نصرت وایي، له کرنې وزارت نه یې د ۱۰۰ نورو شنو خونو د جوړولو غوښتنه هم کړې.

تبصره وليکئ