په زابل کې واورې لاره بنده کړې، خو حکومت یې غم نه خوري

په زابل کې واورې لاره بنده کړې، خو حکومت یې غم نه خوري

محور،سه شنبه، د مرغومي۲۴مه
د کابل ـ کندهار د لویې لارې ځینې مسافر وايي د زابل په مربوطاتو کې د زیاتي واوري د اورښت له امله دوی بند پاته دي او هیڅوک د دې لاري د خلاصون لپاره کار نکوي. دوی پر حکومت غږ کوي چې دا لویه لار د مسافرو او موټرو پر وړاندي پرانیزي. داکسان وايي سلګونه مسافر او موټر چلوونکي بند پاتي دي.
د زابل د ولایتي شورا ریيس عطاجان حق بیان هم د خلکو ستونزي او د لويې لاري د بندیدل مني. هغه وايي د زابل محلي اداره د لارې د خلاصون هڅه کوي، خو د مرکزي حکومت څخه شکایت کوي چې د دې لاري د خلاصون په اړه يې څو ځله اړوند مسؤلینو ته ویلي خو هیچا يې مرسته نده کړې .
خو د زابل د فواید عامې رییس انجينیر محمد هاشم همدرد وايي شپه او ورځ یې د لارې د خلاصون په موخه کار کړی او لاره خلاصه ده.
د زابل د امنیې قوماندان نجیب الله سرتیر وايي په تیرو څو ورځو کې چې د واوري د اورښت له امله سلګونه مسافرو او موټر چلوونکي بند پاته شوي، د دوی له خوا ژغورل شوي او د دې لاري د بشپړ خلاصون لپاره به د دوی عملیات شپه او ورځ دوام ولري .
هغه وايي د زابل په هره سیمه کې چې مسافر، عام وګړي او یا موټر چلوونکي مخ کيږي نو د دوی سره دې په اړیکه کې شي چي مرسته ورسره وکړي .

Leave a Reply

Your email address will not be published.