په غزني کې امنیتي حالات ترینګلي شوي دي

په غزني کې امنیتي حالات ترینګلي شوي ديد غزني له مرکز سره وصل شوې د ولسوالیو اکثره لارې د طالبانو له خوا بندې شوې دي او خلک له جدي‌ستونزو سره لاس اوګریوان دي.

راپورونه وايي، په وروستیو کې طالبان په غزني‌کې ډېر فعال شوي او هره ورځ په لارو کې تالاشۍ کوي. ځايي خبریال صمد حسیني وايي، له تېرې شپې راهیسې طالبان د غزني کندهار لویې لارې ته هم څو ځایه راوتلي او په دې لاره تېریدونکي موټرونه یې دغزني په اړوند سیمو کې تالاشي کولا.

بلې خواته د غزني په اندړو کې چې خلکو یې له ډېره مهاله د ولسي پاڅون په واسطه هغه سیمه ساتله او ښوونځي یې پرانستي وو، اوس یوار بیا له جدي ګواښ سره مخ ده.
د اندړو سیمې اوسېدونکي وايي، محلي پولیس له سیمې وتلي او په ځینو سیمو کې ډېر کم شوي. اوس له ځايي خلکو سره د هغو کورنیو د سر او مال ویره ده چې د ولسي پاڅون برخوال وو او د طالبانو دښمني یې په غاړه اخستې ده.

د اندړو خلک وايي، که سیمې ته زر تر زره د ملي‌اردو سرتیري ونه رسېږي سیمه به یوار بیا د ګیرو له خوا طالبان لاندې کړي او کلیوال وګړي او کورنۍ به له مرګوني ګواښ سره مخ شي. ځايي طالبان داندړو پاڅون وال فرد فرد یې پیژني او ښايي طالبان په بیا راتګ سره په هغه سیمه کې ډير ورانی وکړي.

تردې وړاندې هم طالبانو په غلچکیو بریدونو سره د غزني د اندړو اوسېدونکي نیولي، وژلي او حتی ځينې کورونه یې هم وسوځول. بل خوا په قره باغ او مقر کې طالبان یوار بیا په خپلو مرکزونو کې راټول شوي او ځايي خلک دهغوی له بیا حملو څخه سخته اندېښنه لري.

په وروستیو کې چې طالبانو د غزني په ښار کې ددې ولایت زندان مات کړ او لسګونه بندیان یې ازاد کړل، په سیمه کې ویره خپره شوه چې په غزني د بلوا امکان شته.

ځايي خبریالان وايي، غزنی یوازینی ولایت دی، چې طالب جنګیالي پکې خورا زیات دي له بېلا بېلو سیمو راځي او د ګیرو اړوند سیمو کې د روزنې، ماین کارولو او جګړه ییزو مهارتونو د زده کړې مرکزونه لري. خبریالان ادعا کوي چې په دغو زوزنیزو کمپونو کې طالبانو ته پاکستاني روزونکي د جګړې د مهارتونو روزنه ورکوي.

خبریالان په دولت غږ کوي، چې که زر اقدام ونکړي غزنی به د کندوز په برخلیک اخته شي. دوی غوښتنه کوي چې زر تر زره دې سیمې ته د ملي‌اردو اضافي عسکر واستول شي او په ځینو ولسوالیو کې دبیړنیو تصفیوي عملیاتو اړتیا ده.

تبصره وليکئ