په غزني کې له څلویښتو مهمو بستونو څخه څلور پښتنو ته ورکړل شوي

په غزني کې د نوي ښاروال سره مخالفت او لاریونو په دغه ولایت کې په دولتي ادارو کې د قومونو او ګوندونو د مشارکت په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې ،  نصیر احمد للیزی چې د قانوني لارې د ولسمشر له خوا د غزني ښاروال ټاکل شوی هیڅ کومه نیمګړتیا نه لري او د مخالفت یواځینی لامل یې د هغه قومي تړاو دی.

د غزني د پخواني ښاروال ملاتړي چې له لسو ورځو را په دیخوا یې د ښاروالې د ودانې مخې ته کیږدی وهلې ټینګار کوي چې یا د پخوانی ښاروال فریدون احمدي بیرته وګومارل شي او یا دې هم د غزني د ښار اوسیدونکی په دې دنده وټاکل شي. خو په مقابل کې یې د ولسمشر د حکم د تطبیق ملاتړي وايی تراوسه په دغه ولایت کې د قوم پر بنسټ غوښتنې او مخالفتونه نه و شوي ، خو اوس یې چې د دغه ولایت تاجیکان کوي نو ښه ده چې په دغه ولایت کې په دولتي ادارو کې قومي مشارکت په پام کې ونیول شي.

12935470_10205062881366270_1800592146_n(1) 12939600_10205062881566275_1207014137_n(1) 12957183_10205062881446272_217893175_n(1)

داکسان وايی تراوسه چې غزني ته هرچارواکی له مرکز را معرفي شوی دوی یې هرکلې کړی او همکاري یې ورسره کړې، هغه که د هرقوم و او اوس چې نصیر احمد للیزی چې د ګیرو ولسوالې اوسیدونکی او یو پښتنون دی دندې ته نه پریښودل کیږي ، نو دوی هم له حکومت غواړي چې په دغه ولایت کې په دولتي ادارو کې د چارواکو په ګومارنه کې قومي مشارکت عملي شي. داکسان وايی حکومت ونه توانید چې د غزني په پښتون میشتو سیمو کې امنیت ټینګ کړي او په دې سیمو کې د ولسي جرګې ټاکنې ونه شوې او په ولسي جرګه  کې هم هیڅ استازي نه لري، خو په حکومتي ادارو کې ګومارنې ، خو د حکومت او په تیره بیا ولسمشر کار دی چې باید دا ستونزه نوره حل کړي.

د غزني د حکومتي ادارو د څلویښتو مهمو بستونو  کې څوارلس تاجیک، شپاړس هزاره او څلور پښتانه کار کوي ، خو یوه پښتانه هم تراوسه په دې اړه اعتراض ونه کړچې تاجیکان چې د غزني ترټولو لږاوسیدونکي دي ولې دډیرو ادارو چارواکي یا رییسان له همدوی غوره شوي دي.

په دغه ادارو کې یوه بله جدي ستونزه داده چې ټولې ادارې جمعیت او وحدت ګوندونو نیولې چې بیا یې خپل قومی او ګوندي کسان ګومارلي دي.

د غزنی د څلویښتو مهمو ادارو په مسولینو کې دیارلس د جمعیت ، څوارلس د وحدت ، درې د حزب اسلامي او یو هم د محاذ ملي کسان دي چې له شک پرته بیا هم د جمعیت او وحدت برخه خورا ډیره ده .

د غزني اوسیدونکو له حکومت غوښتي او بیا یې هم غواړي چې د دغه ولایت د ښاروال د موضوع د څیړلو په موخه استول شوی پلاوی باید په دغه ولایت کې قومي مشارکت رعایت کړي که نه دوی به هیڅکله تاجیک او د نظار شورا مربوط والي چې د ښاروال په مسله کې یې د ولسمشر د حکم د پلي کیدو مخه ونیوله ونه مني .

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.