په غزني کې پرطالبانو له څو خواوو بریدونه پیل شوي دي

په غزني کې پرطالبانو له څو خواوو بریدونه پیل شوي ديپه غزني کې د طالبانو پرضد د افغان ځواکونو له خوا ځمکني او هوايي عملیات له هغه وروسته پیل شول، چې دغې ډلې غوښتل د غزني ښار ته ننوځي او ځینو مرکز اړوند سیمو ته سقوط ورکړي.

د غزني د والي مرستیال محمدعلي محمدي وايي، له دریو شپو راهیسې د غزني په بېلابېلو سیمو کې طالبان سره راغونډ شوي وو، چې د غزني په مرکز برید وکړي. دده په خبره بیګا شپه طالبان د ګیرو، اندړو او خواجه عمري له خوا پرغزني راوکوچېدل او د ښار په خواو شا کې یې سنګرونه ونیول خو نن افغان ځواکونو ددوی پرضد قوي عملیات پیل کړل او ګڼ شمیر طالبان یې وژلي دي.

طالبانو هڅه کوله د کندوز په څیر د کندوز ولایت مرکز لاندې کړي او له دې لارې د افغان ځواکونو مورال کمزوری کړي.

نن ملااذان مهال طالبان د کابل کندهار لارې ته راووتل او په څو نقطو کې یې مسافر له موترو کوزول، پلټنې یې کولې او هم یې لاره له تېرو شپږو ساعتونو راهسې تړلې وه.

راپورونه وايي، بله خوا بیګا شپه مهال هوايي ځواکونو د طالبانو دوه لوی موټر په نښه کړي چې په یوه کې یې طالب جنګیالي سپاره ول او په بل کې وسلې وې. ترلاسه شوي معلومات په ډاګه کوي چې وسلې له منځه تللې او ترشلو زیات طالبان په دغه کتار کې د افغان ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

د غزني خلک وايي، طالبان د ښار په څنډو کې په کورونو کې اوسېږي، په ښار کې دننه د ورځې په اوږدو کې تګ راتګ لري، ددوی په خبره دولت له دې ټول حاله خبر دی، خو پروخت عملیات نکوي او طالبان د معلوماتو راټولولو په ترڅ کې پرغزني حملې ته ځان جوړوي.

دوی وايي، دولت باید د غزني په ښار او نږدې کمربندونو کې دقیق عملیات ترسره کړي او له ډېره مهاله له امنیتي ستونزو سره لاس او ګریوان دغه ولایت له تهدیده خلاص کړي.

تبصره وليکئ