په فراه کې لسګونه محلي پولیس محاصره دي

فراهد فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې لسګونه محلي پولیس د طالبانو د یوې سل کسیزه ډلې له خوا محاصره شوي او له افغان ځواکونو یې غوښتي چې زر تر زره د دوی مرستې ته ورشي.

پولیس وايي، طالبان له درنو او سپکو وسلو سره له څو خواوو پردوی د محاصرې کړۍ راتنګوي او که افغان ځواکونه یې زر تر زره مرستې ته ور ونه دانګي هغوی به ټول ووژل شي.

په بالابلوک کې محلي پولیس په هغو سیمو کې ځای پرځای شوي، چې پخوا پکې طالب یاغیان دیره وو او دا سیمه یې نورو ولسوالیو ته د تېریدو لاره هم وه.

په فراه کې امنیتي حالات د تېرو وختونو په نسبت ښه شوي وو، خو په تازه کې ویل کېږي چې ګڼ بهرني جنګیالي له بېلابېلو لارو فراه ته تللي دي. په وروستیو کې د فراه له لارې هرات او بیا بادغیس او د فاریاب ګرزیوان ته وسله وال تګ راتګ کوي او کله چې د فاریاب جګړه شروع شوه ډیری وسله وال له فراه او نورو سیمو فاریاب ته د جګړې لپاره لاړل.

په لودیځو ولایتونو کې د تلیفون په لیکه ځايي خلکو اوربند ته ویلي، طالبانو خپلو پلویانو ته اعلان کړی، چې د افغانستان شمال ته د فاریاب له لارې ځانونه ورسوي او د جګړې په نوې سیمه کې چې ددوی په خبره شمال په ګوته کوي، له خپلو ملګرو جنګیالیو سره یوخای شی.

تبصره وليکئ