په هلمند كې د طالبانو يو زندان مات شو

هلمندد افغانستان د دفاع وزارت وايي په هلمند كې يې د طالبانو يو زندان نيولى او هغه كسان يې خوشي كړي چې په كې بنديان وو. د ملي دفاع وزارت وايي دا عمليات تيره شپه د  هلمند په  نهرسراج ولسوالۍ كې شوي دي.

په دغه وزارت كې چارواكي وايي دا زندان د شورکی په ښوونځي كې جوړ شوى و چې د ملا عبدالباري له خوا چې د طالبانو محلي قوماندان و ساتل كيده.

سرچينه وايي په دی عملیاتو کی ۱۷ وسله وال چې شپږ يې ځانمرګي وو وژل شوي دي. د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دې زندان كې شپاړس تنه بنديان خوشي شوي دي.

سرچينې د خوشي شويو بنديانو د هويت په اړه معلومات نه دي وركړي، وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.