په وردګو ولایت کې طالبانو د سورلۍ موټر ویشتلی دی

په وردګو ولایت کې طالبانو د سورلۍ موټر ویشتلی دید میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په دریو سیمو کې د وسله والو یاغیانو او افغان ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. جګړه تېر مازیګر شپږ بجې پیل شوې او لاهم دوام لري.

له سیمې ترلاسه شوي‌راپورونه په ډاګه کوي، چې په ششګاو او سالارو کې طالبان د سړک څېرمه سیمو کې خځه شوي او افغان ځواکونه یې د له منځه وړلو او ځپلو هڅه کوي. بل خواته د سیداباد ولسوالۍ په دولتي تاسیساتو هم له دریو خواوو جګړه روانه ده.

پر ولسوالۍ راغلي‌یاغي جنګیالي د ونخي له لارې د وردګو ولایت له چک، جغتو او دایمیردادو څخه سیمې ته ورغلي دي. د کابل کندهار لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

امینتي سرچينې وايي، چې طالبانو د سیداباد ولسوالۍ په سیسۍ سیمه کې د سورلۍ یو درې سوه درې ډوله موټر په راکټ ویشتلی چې مرګ ژوبله لري، خو د تلفاتو کره شمېره لا معلومه نده.

تېره ورځ طالبان د میدان ښار اړوند دوراني او سره پل سیمه کې سړک ته راووتل او د ولایت په مرکز یې هم تر لسو زیات توغندي وویشل. پرون ترغرمې وروسته افغان ځواکونو په یادو سیمو کې طالبان وځپل او ماسپښین مهال لاره خلاصه شوه.

طالبانو خپل تاکتیک بدل کړی او له تېرو څلورو ورځو د وردګو او غزني اړوند په بېلابېلو سیمو کې سړکونو ته راوتلي‌ او مسافر په ورځو ورځو په لارو کې بند پاتې دي.

تبصره وليکئ