په پاکستان کې یوې محکمې د پرویز مشرف د اعدام حکم لغوه کړ

په پاکستان کې یوې محکمې د پرویز مشرف د اعدام حکم لغوه کړ

محور، دوشنبه، د مرغومي ۲۳مه

د پاکستان په لاهور ښار کې عالي محکمې د دوشنبې په ورځ په خپلې پرېکړې کې د پاکستان د پخواني ولسمشر پرویز مشرف پر ضد جوړه شوې ځانګړې محکمه د پاکستان د اساسي قانون خلاف وبلله او د هغه پر ضد یې د دغې محکمې پرېکړه لغوه اعلان کړه.

د حکومت یو څارنوال اشتیاق خان د فرانسې خبري اژنس ته ویلي چې په هغې محکمې کې “د دعوې ثبتول، د محکمې جوړښت او د تحقیقاتي ډلې ګمارل ټول د قانون خلاف وو او د قانون خلاف اعلان شول. بلاخره محکمه او پریکړه- هرڅه- ختم شول .

د پرویز مشرف مدافع وکیل اظهر صدیق وايی: “دغې عالي محکمې هر څه ختم کړل.” څارنوالان اوس کولی شي چې د پاکستان د فدرال کابیني له تاید وروسته د پرویز مشرف پر ضد بله قضیه ثبت کړي.

پر پرویز مشرف تور و چې د خپلې واکمنۍ پر مهال په ۲۰۰۷ کې د پاکستان اساسي قانون ځنډولی او د قانون خلاف یې په پاکستان کې بېړنی حالت اعلان کړی و.

د هغه پر ضد محکمه په ۲۰۱۳ کې پیل شوې وه. هغه په خپلې واکمنۍ کې د پاکستان قاضی القضات هم له دندې لېرې کړ او په دې سره په ټول پاکستان کې د هغه پر ضد مظاهرې وشوې.

پرویز مشرف په ۱۹۹۹ کې د یوې پوځي کودتا له لارې واک ترلاسه کړاو د پاکستان ملکي حکومت یې ړنګ کړ. په ۲۰۰۷ کې د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بینظیر بوټو له وژلو وروسته پر پرویز مشرف فشارونه نور هم زیات شول او بلاخره هغه په ۲۰۰۸ کې استعفا وکړه.

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.