په پکتیکا کې د والیبال په لوبه کې چاودنې ۹ کسان وژلي‌ دي

په پکتیکا کې د والیبال په لوبه کې چاودنې ۹ کسان وژلي‌ ديد پکتیکا ولایت په خیر کوټ ولسوالۍ کې د والیبال د فاینل لوبو پرمهال نن مازیګر چاودنې ۹ کسان وژلي او ۲۸ نور یې ټپیان کړي دي. له سیمې ترلاسه شوي راپورونه وايي، چاودېدونکي توکي په موټرسایکل کې ځای پرځای شوي وو خو ځینې عیني شاهدان وايي، چې موټرسایکل والا ځانمرګی برید وکړ.

ټپیان د شرنې روغتون ته انتقال شوي او راپورونه وايي چې د اکثرو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

ځايي خبریالان وايي، چې وژل شوي او ټپیان اکثره لوبغاړي او ملکي نندارچیان وو.

په پکتیکا کې امنیتي وضعیت له ډیره وخته شه ندی ځايي امنیتي‌چارواکي وايي، چې له پرانستو سرحدونو ګڼ ځانمرګي رااوړي او د وسله والو ډلې له پاکستانه چاودېدونکي توکي راوړي.

تبصره وليکئ