په پکتیکا کې ماین چاودنې ۴ قومي مشران وژلي دي

په پکتیکا کې ماین چاودنې ۴ قومي مشران وژلي ديد پکتیکا ولایت په زېړوک ولسوالۍ کې نن سهار پر یو موټر د ماین په چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي. پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې له سیمې څخه قومي مشران په یوه لویه جرګه کې د کډون لپاره د ولسوالۍ مرکزته روان وو.

عیني شاهدان وايي، په ولسوالۍ کې یوه لویه غونډه رابلل شوې وه، چې د ټولو سیمو مشرانو باید پکې ګډون کړی وای.

یو سراچه موټر بازار ته څیرمه په لاره کې په خښ کړل شوي ماین وربرابر شو. وروستي راپورونه وايي، وژل شوي څلور واړه قومي مشران دي. په اتو ټپیانو کې قومي مشران او پولیس شامل دي.

غونډه د کلیوالو سیمو د امنیت په هکله رابلل شوې وه، چې قومي مشران له یو بل سره لاس ورکړي او د سیمې د امن د خوندیتوب لپاره په سيمه ييز ټیکاو غور وکړي.

زیړوک د پکتیکا سرحدي ولسوالي ده ، له دې کبله دې وسله والو ځواکونو فعالیتونه پکې زیات دي او ډېر کله پر دولتي ځواکونو د وسله والو یاغیانو بریدونه کېږي.

تبصره وليکئ