په چپرهار کې د طالب او داعش ترمنځ د جنګ له لومړۍ کرښې:

په چپرهار کې د طالب او داعش ترمنځ د جنګ له لومړۍ کرښې:د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ کلي د داعش او طالب جنګیالیو ترمنځ تقسیم شوي او د هېڅ یوې غاړې استوګن د بلې غاړې تر تسلط لاندې سیمې ته نشي تللی.

دغه کلي چې خلک یې یوې بلې غاړې ته خپل خپلوان لري، کروندې یې دي او یایې کاروبارونه خواره واره دي له یوې سیمې بلې ته په اوښتو له سختو سزاګانو سره مخامخ کېږي.

د ډاګو خلک وايي دوی تر خوړ پورې غاړه غازي کلي ته د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره نشي تللی ځکه طالبان یې نیسي او په همدې تور یې محاکمه کوي چې ولې ددوی د نفوذ سیمې ته د داعش د نفوذ له سیمې رااوښتي دي.

د چپرهار سینګيني سیمه د طالبانو د جګړې لومړۍ کرښه ده او داکرښه دداعش د ورتګ د مخنیوي او جګړې لپاره رامنځ ته شوې ده.

د چپرهار ولسوالي په منځ نيمه ده؛ يو لوري ته د حبيبزي تَر مشري لاندي امارت فعاليت كوي چي له كندي باغ تَر سنگيني يي حكومت چليژي،بل لوري ته له ماڼو تر سرې كلا دداعش يا خلافت پلوي محلي مشرانو ملا نعيم او مولوي عزيز پلويانو او ګوډ ملا اسماعيل پلویان واک چلوي.دداعش تر ولکه لاندې سیمه کې دولت اړوند تاسیسات او ځینې پوستې هم شته چې تر ودانیو محدودې دي.

د سیمې خلک وايي د ډاګو د غونډۍ پرسر ددولت سل کسیزه امنیتي ډله پرته ده او دداعش او طالب د شخړو او ظلمونو ننداره کوي.

تر اختر مخکې له کلیوالو سره په یوه غونډه کې د شولاني په سیمه کې داعش جنګیالیو ادعا وکړه چې طالب جنګیالیو په پچیر کې ددوی میرمنو ته بې عزتي اړولې او داعش جنګیالي به له طالبانو ددې ناوړه کار غچ واخلي.

یو محلي خبریال وايي، په چپرهار کې د منځنۍ اسیا غیر افغاني طالبان یې لیدلي چې د طالبانو ملاتړ ته راغلي او غواړي د داعش جنګیالیو په ځپلو کې له طالبانو سره مرسته وکړي.

دوه اونۍ وړاندې د یو جومات ملا امام چې د لغمان اوسېدونکی و او د گلدرې په سيمه كي يي امامت کاوه، د قرانکریم د تفسیر یوې حلقې ته یې ویلي (( خلكو چي سه روان كړي دا اسلام نه دي)) وسله والو هغه له جوماته وایست او سریې ځینې غوڅ کړ.

ځايي خلک وايي په سختو بدو شرايطو کې ژوند کوي، خپلو کروندو ته تشي وتلای، څو کسان په یوځای نشي راټولېدلای او د لارې په اوږدو کې څو ځایه دداعش یا طالب جنګیالیو له خوا تالاشي کېږي او توهینېږي.

اکثره ځايي خلک په یوه ناوړه دایره کې محاصره دي، دوی وېرېږي چې که دداعش او طالب جنګیالیو ترمنځ جګړه ونښلي دوی به د جګړې لومړني قربانیان وي ځکه چې وسله وال ددوی له کلیو او جوماتونو د یو بل پرضد د سنګرونو استفاده کوي.

د سیمې هغه خلک چې ښار ته یې د کوچېدو امکانات یا موقع وموندله له سیمې ووتل خو په سیمه کې پاتې کورنۍ اکثره یې دومره بیوزله دي چې د کورنۍ د انتقال کرایه نلري او په جلال اباد ښار کې د استوګنې لپاره د حد اقل امکاناتو د نشتوالي له وجې یې په سره تبۍ اړولي دي.

یو ځايي کلیوال وايي، له دولت مو تمه پرېده اوس انتظار وباسو چې ددې دوه ډلو ترمنځ شخړه هواره شي او یا زر تر زره یوه اړخ د سیمې په کامل کنترول بریالی شي.

تبصره وليکئ