په کابل ښار کې چاورنې درنه مرګ ژوبله اړولې ده

په کابل ښار کې نننۍ چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې په برید کې تر ۳۰۰ ډيرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د تلفاتو شمېره کره شوې نه ده، بېلو سرچینو یې په اړه ډول ډول معلومات ورکړي دي. د کابل د معالجوي طب ریس ډاکټر محب الله ځير وايي، چې په پېښه کې ۳۱۹ کسه ټپیان شوي دي او ۱۵ کسان وژل شوي دي.

په ورته وخت کې پژواک خبري آژانس ته بیا ځينو سرچینو ویلي، چې په برید کې ۵۰ کسه وژل شوي او تر ۱۵۰ ډیر ټپیان شوي دي. د برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

 په سیمه کې خبریالان وايي، چې چاودېدونکي توکي د فاضلاب په یوه ټانکر کې ځای پر ځای شوي وو او نږدې دفترونو او کورونو ته یې سخت زیانونه اړولې دي. د پېښې په اړه وروستي جزیات تر اوسه نشته دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.