په کندوز کې خلک له محلي قوماندانانو په ویره کې دي

په کندوز کې خلک له محلي قوماندانانو په ویره کې ديد کندوز خلک وايي، په کلیو کې یې د اربکیو او محلي پولیسو په جامه کې ډیرې محلي‌ ملیشې فعالې دي او د طالب د بلوا انتقام به له دوی څخه واخلي.دوی په مرکز حکومت غږ کړئ، چې زر تر زره وضعیت ته رسیدګي وکړي او د کندوز تر ښاره محدود پاتې نشي.

د طالبانو څپه د کندوز له څو ولسوالیو په ښار راماته شوه، کلي لاهم د ملي امنیتي ځواکونو په تصرف کې ندي او محلي‌ قوماندانان د انتقام په دود یوار بیا عادي وګړو ته ګواښ پیښوي.

ځايي خلکو وايي، دوی ویره لري، چې ملیشې به ددوی کورونو ته راشي، قتل عامونه به وکړي او دطالب په نامه به ځايي پښتانه د پخوا په څیر وځوروي.

په قلعه زال، چاردره او خان اباد کې قومي مخورو له دولت غوښتي چې په ټولو محلي قوماندانانو چې له کابل میشتو مقتدرو چارواکو سره اړیکې لري، فشار راوړي او د پښتنو پرکلیو ددوی د هجوم مخه ونیسي.

د محلي قوماندانانو ترټولو مقتدر یې میرعلم دی، چې له مخکې یې هم په ځايي خلکو ډیر ظلمونه کړي، شپږرز شخصي وسله وال ځواک او لسګونه محلي قوماندانان لري، چې له خلکو سره لاس او ګریوان دي. ځايي خلک وايي، میرعلم له امام صیب نیولې تر خان اباده ټولو سیمو کې له خلکو سره په جایدادونو، کروندو او نورو مسایلو دعوې کړې او اوس چې طالب د پښتانه په نوم یاديږي، د میرعلم کسان به یوځل بیا خلک له طالب څخه د ملاتړ په پلمه د اور په تبۍ ونیسي.

ځايي مشران وايي، دوی په وار وار مرکزي دولت ته خواست کړی چې د هغو محلي قوماندانانو د زور زیاتي‌او نفوذ مخه دې ونیسي چې خلک ځوروي او د طالب ملاتړ ته یې ورټېل وهي.

د یادونې وړ ده چې د میر علم کسان همدا نن هم د امام صیب په لاره او دکندوز ښار په څیرمه کلیو کې د پښتنو کورونه پلټي او ډېر کسان یې د طالب په تور نیولي دي.

تبصره وليکئ