په کندوز کې ځینې شخصي ملیشې د جنګ میدان ته ورګډې شوې دي

په کندوز کې ځینې شخصي ملیشې د جنګ میدان ته ورګډې شوې ديله کندوز نه ترلاسه شوي وروستي راپورونه وايي، چې ځینې شخصي ملیشې او محلي قوماندانان چې په پځوانیو تنظیمونو پورې تړاو لري له خپلو شخصي وسلو او وسله والو سره د کندوز په بېلابېلو سیمو کې د جګړې لپاره راوتلي او د افغان ځواکونو د پوځي قوماندې خلاف خپل سري عملیات کوي.

د کندوز ښار او ورڅیرمه سیمو خلک له وړاندې په وېره کې وو، چې د طالبانو له شړلو سره سم به ځینې محلي قوماندانان چې له انتقامه ډک دي او هم هیڅ ډول اصول نه مرعاتوي راووځي، هم د کورونو او شتمنیو امنیت ته خطر دی او هم به یوار بیا په کندوز حاکم شي.

پرون شپه مهال د قلعه زال په شمول په ځینو سیمو کې دغو قوماندانانو چې له وړاندې له دولت سره هم جوړ ندي خپلې ملیشې تنظیم کړې او اوس ښار ته په راغلو لارو او د ښار په څنډو کې سرونه راپورته کوي.

ددغو محلي قوماندانانو تر ټولو خطرناک یې میرعلم دی، چې په کندوز کې ګڼې شخصي ملیشې لري. راپورونه وايي، هغه پل اچین او د امام صیب بندر سیمې نیولې او اوس د کمربند بلې خواته روان دی. له ده سره افغان امنیتي ځواکونه نشته او ټول یې خپل شخصي ځواکونه دي.

ځايي خلکو په دولت غږ کړی، چې دا ملیشې او قوماندانان له سختو عقدو ډک دي او که دولت یې د خپلسرو عملیاتو مخه ونه نیسي د مقابلې په پلمه به ډیرو عامو وګړو او کورنیو ته زیان واړوي. دوی وايي، دولتي ځواکونه دې عمومي قومانده په خپل لاس کې واخلي ګني د طالب د ځپلو په پلمه به تر طالب خطرناکه ډله په کندوز حاکمه شي.

تبصره وليکئ