په ۲۴ ساعتونو کې ۷۰ وسله وال اورپکي وژل شوي دي

په مختلفو ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۷۰ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د افغانستان ددفاع وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د اویا وژل شوو وسله والو مخالفینو سربیره ۴۲ یې ټپیان شوي او شپږ نور ژوندي نیول شوي دي.
دفاع وزارت مطبوعات وايي چې له وسله والو مخالفینو یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دغه عملیات په داسې حال کې زور اخلي چې وسله والو طالبانو وړمه شپه د غزني په مرکزي زندان برید وکړ او د ۳۷۵ په شمېر بندیان یې ازاد کړل، چې د ویل کېږي تر ۲۰۰ زیات یې طالب بندیان وو.

تبصره وليکئ