پکتیا کې نا امنیو د پروژ چارې ځنډولي

پکتیا کې نا امنیو د پروژ چارې ځنډولي

محور: دوشنبه ، د لیندۍ ۱۱مه

په پکتیا کې د امنیتي ستونزو له امله دوې لویې پروژې له پلي کیدو پاتې شوې دي. د پکتیا محلي چارواکي وايی دا پروژې یوه د مچلغو بند او بل د ځاځي اریوب ــ احمدخېلو ولسوالۍ ترمنځ سړک دی چې بودجه یې منظور شوې وه، خو د نا امنۍ له امله پلې نه شوې او دوه میلیارده افغاني بودجه یې بیرته مرکز ته مستردې شوې دي.

د پکتیا د ولایتي شورا غړی سخي جان وفایار وايی د لويو پروژو په  نه پلي کيدلو کې محلي مسوولین پړدي . هغه وايی دا کسان باید د لویو پروژو امنیت ټینګ کړي.

د پکتیا یو شمیر اوسیدونکي وايی محلي مسوولین بی کفایته دي چې خپله دنده نه شي ترسره کولای. دوی وايی له همدې امله په پکتیا کې هیڅ پروژه نه ده عملي شوې یا یې کارونه ځنډول شوي او یایی هم بودجه مسترده شوې ده.

د پکتیا والي شمیم خان کتوازی هم دا مني چې د دوو لویو پروژو کار نه دی پیل شوی او بودجه یې مسترده شوې ده. هغه وايی په راتلونکې کال کې به د دې پروژو له پاره امنیت ټینګ کړي.

د پکتیا د امنیې قوماندان مل پاسوال محمد عثمان جانبازوايي د مچلغو بند لپاره يې په  سیمه کې د امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ د ملي اردو ځواکونه ځای پر ځای کړي او ژمنه کوي چې په راتلونکي کال کې به ډيرې هڅې وکړي چې دا ستونزه حل کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.