ځوانو افغان روشنفکرانو ته تهدیدونه زیات شوي

په کابل کې د ناور تعلیمي او اجتماعي نهاد پر دفتر ناپیژاندو کسانو برید کړی او ددغه دفتر زیاته اندازه اسناد یې له ځان سره وړي دي. د ناور مسوولین وايي، شپه مهال یوه ډله کسان د کابل په ترټولو خوندي سیمه کې ددوی دفتر ته ورغلي او ددفتر پر وسایلو سربیره هغه سافټ اسناد یې هم ځان سره وړي چې په یوه خوندي خونه کې ساتل کیدل.

دوی نه پوهېږي چې برید چا کړی، خو پر امنیتي مسوولینو انتقاد کوي، چې د پینځو ورځو په تیریدو او ددوی د بار بار تلیفوني تماسونو سره سره یې لا ددوی د دفتر د برید کوونکو پلټنې ندي پیل کړې.

برید کوونکو له یاد دفتر څخه کمرې، وایس ریکارډرونه، هارډسکونه، فرشونه سکنر تلویزیونونه او نور ګڼ وسایل لوټلي خو ترټولو ډیر زیان رسوونکی اړخ یې دادی، چې ددې دفتر اسناد یې ځان سره وړي دي. د مسوولینو په خبره په هارډیسکونو کې د رواني جګړې، په هلمند کې د تاریاکو جګړې او د طالبانو مالي منابعو په اړه د ترسره شوو دریو ریسرچونو راټول شوي مواد خوندي وو.

ناور تعلیمي مرکز له تیرو اوو کلونو راهیسې د افغانستان په ناامنو ولایتونو کې د سولې، عدم تشدد په برخو کې فعالیت کوي، ځوانان د طالبانو له لیکو څخه د مهارتونو ورزده کولو په ذریعه سوله ییز ژوند ته راګرځوي. دغه مرکز په تیرو دوو کلونو کې له تر شپږ سوه زیات هغه ځوانان روزلي او عادي ژوند ته یې راګرځولي چې یا یې له وسله والو مخالفینو سره وسله اخیستې وه او یا د سخت دریځو ډلو له جلب او جذب څخه متاثر وو.

دوی ځوانانو ته ځینې مهارتونه ورزده کوي، چې هم سالمه بوختیا ولري او هم له مالي لحاظه دداسې مهارتونو جوګه شي چې پر خپلو پښو ودریږي.

په دې مرکز کې له تیرو دوو کلونو راهیسې د روشنګرۍ بحثونه کيږي، او د هیواد مجرب استادان د لکچرونو او بحثونو په بڼه نویو ځوانانو ته د مدنیت، روښانه افکارو، نظام ملاتړ، وطندوستۍ روزنه ورکوي.

ددغه مرکز مشر مطیع الله اباسین وايي، له تېرو یو کال راهیسې زه شخصاً تر تهدید لاندې یم او زموږدفتري فعالیتونو یې تر سیوري لاندې راوستي، خو په وروستیو دریو میاشتو کې درې ځله زموږ پر دفتر بریدونه شوي او داځل یې لوی زیان راته رسولی دی. نوموړی چې په سیاسي صحنه کې فعال دی او لیکنې یې د جنګسالارانو، مافیا او طالبانو پرضد خورا ستوغې دي، دا تهدیدونه جدي ګڼي او په امنیتي نهادونو نیوکه کوي، چې تکنوکراتو ځوانو فعالینو سر او مال ته دولت جدي پاملرنه نه کوي. دی وايي، یوه څپه راالوتې او موږ پوهېږو چې مرموزې کړۍ غواړي موږ ځوان مبارزین چې د پاکستان، طالب، جنګسالار، د نشي توکو د مافیا او دبشري حقونو دناقضینو پرضد درېدلي یوو او خلک بسیج کوو بیداروو یې مخالفین ویره احساسوي او د تهدید له هیڅ لارې مخ نه اړوي.

په تیرو شپږو میاشتو کې څو ځوان مدني سیاسي فعالین او منورین ترور شوي چې په تړاو یې هیڅوک ندي نیول شوي او د پړې ګوته طالب ته نیول شوې، اما شنونکي وايي، نورې کړۍ هم شته چې د طالب په څیر عمل کوي، خو لاس یوازې په طالب پاکیدای شي.

تبصره وليکئ