چین له افغانستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې همکاري کوي

چین له افغانستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې همکاري کوي

محور؛ پنجشنبه، د لړم میاشتې ۱۶ مه:

د پاکستان “اسوشیټید پرېس آف پاکستان” راپور ورکوي، چین له افغانستان او پاکستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې کې همکاري کوي چې په سیمه او ورهاخوا کې ثبات ټینګ او هوساینه رامنځته شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جېنګ شوانګ د چهارشنبې په ورځ په ورځني خبري کنفرانس کې وویل: “تروریزم د بشریت ګډ دښمن دی چې ګواښ او ننګونې رامنځته کوي.

هغه وویل چې د چین د بهرنیو چارو وزارت د بهرني امنیت کمیشنر ښاغلي چېنګ ګوپېنګ او د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار لومړي مرستیال عتیق اله نوشیر د چین-افغانستان د بین الریاستي او بین المنطقوي امنیتي همکاریو میکانیزم درېیمې ناستې ګډه مشري وکړه.

دواړو لوریو د سیمې پر وضعیت او د دواړو هېوادونو تر منځ په ژورو امنیتي همکاریو د نظر تبادله وکړه.

د دواړو هېوادونو د د اړونده ادارو استازي هم د غونډې په بهیر کې موجود وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.