کابل ښاروالي د میترو بس لومړی خط پرانیزي

کابل ښاروالي وایي په روان کال کې به په کابل ښار کې د میترو بس چارې پیل شي او د راتلونکي کال په لومړیو کې به دغه مېترو ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.
د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زي وویل، چې په کابل ښار کې ۳۷۵ کیلومتره سرکونه په روان کال کې احداث کېږي، چې عرضونه یې له ۶ مترو پيل او تر ۶۰ مترو پورې رسېږي.
دده په وینا د میترو بس لومړنی خط به نن پرانیستل شي او هوکړه یې نړیوالو معیارونو ته په پام له یوه شرکت سره لاسلیک شوې ده. د حبیب زي په وینا، دا په افغانستان کې د میترو بس لومړنۍ تجربه ده او د روان کال په پای کې به دویم خط هم پرانیستل شي.
دی وایې په ټول کې به، په راتلونکو درېیو کلونو کې په کابل ښار کې ۱۱۱ کیلومتره مېترو بس خط پرانیستل شي اولومړنی خط به په یوه کال کې جوړ او په راتلونکي ۱۳۹۷ کال کې به کابل ښاریان وکړای شي له هغه ګټه پورته کړي.
نوموړي وویل، په ۶ میاشتو کې په دې بریالي شول چې د کابل ښار د پراختیا لپاره منظم پلان جوړ کړي چې په همدې لړ کې یې نن د ۱۶ مهمو پروژو قرار دادونه له شرکتونو سره لاسلیک کړل.

تبصره وليکئ