کابل کې د دوو داعشیانو وژل کېدل؛ ملي امنیت وايي یو یې پاکستانی دی

کابل کې د دوو داعشیانو وژل کېدل؛ ملي امنیت وايي یو یې پاکستانی دی

محور؛ جمعه، د وږی میاشتې ۲۲ مه:

د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کابل ښار اوولسمې حوزې اړوند خیرخانه کې پر یوه کور د شپې ناوخته یوه بجه چاپه وهلې ده.

د ملي امنیت له عمومي ریاست خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د چاپې له امله، د داعش ډلې د یوه پاکستاني غړي په ګډون، ددې ډلې د بریدونو بل طراح محمد حنیف په کې وژل شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، دواړه بریدګرو تر سهاره د ملي امنیت له ځواکونو سره نښته کړې ده چې وروستیو کې ووژل شول.

خبرپاڼه کې  وړاندې راغلي، هغه کور چې ملي امنیت ځواکونو پرې چاپه وهلې ده، هلته د داعش ډلې یوه پاکستانۍ غړې هم مېشته وه او بد وباش یې درلوده چې ټپي شوې ده او اوس روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.