کاکړ پنجابي پوځیانو ته: پر افغانانو کار مه لرئ، که نران یاست کشمیر وګټئ

کاکړ پنجابي پوځیانو ته: پر افغانانو کار مه لرئ، که نران یاست کشمیر وګټئ

محور؛ چهارشنبه، د زمري میاشتې ۱۶ مه:

د پاکستان پارلمان کې د خیبر پښتونخوا استازي او مخکښ سیاستوال عثمان کاکړ نن د خپلې وینا پر مهال د پاکستان پوځ ته خبرداری ورکړی دی چې په افغانان کار مه لره.

کاکړ ویلي:

” پاکستاني مشرانو ته وایم! که تاسو کې زور او وس وي، لاړ شئ کشمیر کې يې هند سر مالوم کړئ، خو پر افغانانو او افغانستان کار مه لرئ”

هغه همدا راز د افغانستان او کشمیر په  تړاو د پاکستانیو چارواکو څرګندونې سختې غندلې دي.

نوموړي څرګنده کړې چې پاکستانی پوځ  دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي، افغانان دې پرېږدي چې خپلې سولې ته ورسېږي، ځکه هغوی يې حقدار دي.

هغه ټینګار کړی چې هېڅوک ددې حق نه لري چې له افغانانو ښادي او حوشحالي واخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښې غړې ثنا اعجاز هم د پاکستانیو چارواکو هغه څرګندونې چې پر  افغانستان مو خوشحالي نه ده پېرزو سختې غندلې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.