کمپبل: له افغان دولت سره د طالبانو د پخلاینې امکان شته؟

جان کمپبلپه افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل وايي، په نږدې راتلونکې کې په قوي احتمال د طالبانو زیات غړي له افغان دولت سره پخلا شي.

کمپبل د امریکا د کنګرې د وسله والو ځواکونو کمېټې ته وویل، په خبرو اترو کې له ټکنیتوب باوجود، طالبان به بالاخره له افغان دولت سره پخلاینې ته غاړه کېږدي.

نوموړي زیاته کړه: د مذاکراتو په پروسه کې ځنډ ښايي ترڅو نورو میاشتو هم دوام وکړي مګر په ټوله کې د طالبانو ډیری مشران اړ دي له افغان دولت سره سوله وکړي.

د طالبانو د مشر ملا عمر له مرګ سره د افغان دولت او طالبانو د خبرو اترو دویمه دوره په ټپه ودرېده او لایې هم احتمالي بیا پیل څرګند ندی. له دې وړاندې هم کمپبل څو ځله ویلي و، چې د ملا عمر مرګ د کابل او اسلام اباد لپاره ښه فرصت دی، چې د سولې په خبرو اترو کې پرمختګ وکړي. د ده په خبره د امریکا او نړیوالې ټولنې له همکارۍ پرته افغانستان نشي کولای د سولې پروسه یقیني کړي.

ده ویلي و، طالبان نشي کولای افغان دولت ته ماتې ورکړي، له دې کبله هغوی مجبور دي د خبرو اترو میز ته بیا راشي، ځکه چې دا هم د طالبانو اوهم افغان دولت لپاره وروستنۍ سیاسي حل لاره ده.
داپه داسې حال کې ده چې د طالبانو نوي مشر ملا اختر منصور د سولې د خبرو اترو لپاره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو کامل وتل د پیش شرط په توګه وړاندې کړي او د تېر په پرتله د طالبانو په بریدونو او د عامو وګړو په وژلو کې تر پخوا ډېر والی لیدل کېږي.

تبصره وليکئ